لبنان کې د چاودنو په تازه څپه کې سلګونه کسان مړه او ژوبل دي

حزب الله ته نږدې سرچینې ویلي ددغې ډلې د غړو مخابرې د چهارشنبې په ورځ په پلازمینه بیروت کې د هغو کسانو په جنازه کې چاودلي چې د سه شنبې په چاودنو کې وژل شوي وو.

د لبنان د عامې روغتیا وزارت چهارشنبې سپتمبر ۱۸ (وږي ۲۸) وویل چې په دغه هېواد کې د مخابراتي وسیلو په تازه چاودنو کې لږ ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۴۵۰ زیات ټپیان شوي دي.

له دې یوه ورځ وړاندې په لبنان کې د حزب الله ډلې له خوا د استعمالېدونکو مخابراتي وسیلو په مرموزو چاودنو کې ۱۲ تنه ووژل شول او لږ تر لږه ۲۸۰۰ نور ټپیان شول.

د ایران له ملاتړه برخمنې حزب الله ډلې د سه شنبې په ورځ د چاودنو د لومړۍ څپې پړه پر اسرائیل اچولې او د غچ اخیستلو خبرداری یې ورکړی دی چې له کبله یې په سیمه کې د پراخې جګړې د پیل کېدو وېره رامنځته شوې ده.

دا مطلب هم ولولئ لبنان کې د مخابرو مرموزو چاودنو د ایران سفیر او زرګونه کسان ژوبل کړي

د لبنان د عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: "د مخابرو د چاودنو نوې څپې نهه کسان ووژل او تر ۳۰۰ ډېر یې ټپیان کړل."

حزب الله ته نږدې یوې سرچینې ویلي ددغې ډلې د غړو مخابرې نن په پلازمینه بیروت کې د هغو کسانو په جنازه کې چاودلي دي چې د سه شنبې په چاودنو کې وژل شوي وو.

سرچینې ویلي چې دغه تازه پیښې د بیروت په جنوبي څنډه کې رامنځته شوي دي. د حزب الله سره تړلیو د ژغورنې کارکوونکو تائید کړې ده چې تازه چاودنې په همدې سیمه کې په دوو موټرو کې رامنځته شوي دي.

د جنازې مراسمو ته ورغلیو خبریالانو ویلي چې تازه چاودنو په خلکو کې وېره خپرې کړې ده.

د لبنان ملي خبري اژانس ددغه هېواد په ختیځ او جنوب کې د حزب الله تر ولکې لاندې نورو سیمو کې هم د مخابراتي وسیلو د چاودلو خبر ورکړی دی.

په دغو سیمو کې موجودو د فرانس پرس اژانس خبریالانو ویلي چې د چاودنو غږونه یې اورېدلي دي.

په ختیځ بالبک ښار کې د یو روغتون چارواکو فرانس پرس ته ویلي چې د مخابرو په چاودنو کې ۲۵ تنه ژوبل شوي دي.