د تونس صدراعظم په عامه ځایونو کې د نقاب اغوستل منع کړل

د تونس صدراعظم یوسف چاهد، په عامو ځایونو کې د حجاب/نقاب (د مخ پټول) منع کړي دي.

ویل کیږي چې دغه پریکړه د امنیتي دلیلونو په وجه شوې.

د تونس په عمومي اماکنو کې د مخ په پټولو بندیز د سه شنبې د ورځې د ځانمرگي برید وروسته لگول شوی دی.

دغه برید په تونس کې د یوې اونۍ په ترڅ کې دریمه پیښه وه چې پدې هیواد کې یې امنیتي اندیښنې پیدا کړیدي.

دغه ناامنۍ په تونس کې د انتخاباتو په درشل کې شوې دي. د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې درې واړه بریدونه هغوي کړي.

په عامه ځایونو کې د حجاب د اغوستلو د منع کولو قوانین په یو شمیر نورو هیوادونو کې لکه په فرانسې کې هم اجرا شوي دي، خو عملي کیدل یې معمولا جنجالي او ستونزمن دي.