غني: هېڅ ډول معامله او د تسلیمۍ اراده نشته، با عزته ژوند کوو 

ښاغلي غني د کابینې د غونډې مشري کوي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابینې په غونډه په هېواد کې په روانو حالاتو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړه ورځ په ورځ زیاتېږي، ښاغلي غني ټېنګار کړی چې «هېڅ ډول معامله او د تسلیمۍ اراده نشته، موږ با عزت ژوند کوو، نن د غیرت، هوډ او ارادې ورځ» ده.

ارګ وايي ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ جون شپږمه (چنګاښ۱۵) د کابېنې په غونډه کې، چې د ویدیو کنفرانس له لارې والیانو هم په کې ګډون کړی و، دا خبرې کړې دي.

ښاغلي غني ویلي: «که طالبان فکر کوي له موږ به تسلیمي اخلي ، سلو کلونو کې به هم دې ارمان ته ونه رسي. د ویجاړۍ او وینې تویدو مسئولیت د طالبانو او د هغوی د ملاتړو په غاړه دی.»


ښاغلی غنی داسې مهال دا څرګندونې کوي‌ چې رویټرز وایي‌ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ورته ویلي‌ چې بله میاشت به طالبان افغان حکومت ته په لیکلي بڼه خپل د سولې پلانونه وړاندې کړي. د افغانستان د حکومت او طالبانو د سولې مذاکره کوونکي په قطر کې دي.

د رویټرز په راپور کې ویل شوي دي چې د سولې خبرې به چټکې او یوې بلې مرحلې ته به داخلې شي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشاور حمدالله محب نن په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې یو ځل بیا په طالبانو انتقاد وکړ چې د سولې خبرې نکوي.

ښاغلي محب وویل: «زموږ د مذاکرې ټيم اوس هم خبرو ته حاضر دی، خو طالبان مذاکره نه کوي. د افغانانو او بلکې ټولې نړۍ توقع دا وه چې د افغانستان مساله د خبرو له لارې حل شي.»

دا خبرې داسې مهال مخې ته راځي چې طالبانو په ځینو ولایتونو کې یو شمېر ولسوالۍ نیولي دي. ښاغلي محب تېره ورځ وویل چې افغان ځواکونو د طالبانو د دا ډول بریدونو تمه نلرله، اوس د تهاجموي بریدونو په لان جوړولو لګیا دي او «۱۴ ولسوالۍ یې بېرته» له طالبانو نیول شوي‌دي.

طالبان ادعا کوي ‌چې لسګونه ولسوالۍ یې نیولي ‌دي.

ښاغلي محب زیاته کړه: «د کومو ولسواليو تعميرونه چې طالبانو نيولي، هلته به بېرته حاکميت احيا کوو. موږ نه شو ويلای چې هلته طالب حاکميت لري، ځکه هلته ټول خدمات درېدلي.»

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو بریدونه زیات شول. افغان چارواکي وايي چې طالبان هڅه کوي د زور له لارې واک ترلاسه کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن څو میاشتې مخکې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو امر وکړ او ټاکل شوې چې د سپتمبر تر ۱۱ پورې ټول امریکایي‌ ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.