بلینکن: هېڅ څوک افغانستان کې نوې کورنۍ جګړه نه غواړي

بلینکن ویلي، ځینې هیوادونه باید په افغانستان کې د خپل نفوذ څخه د دغه هیواد لپاره ګټه واخلي

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هیواد کې د کورنۍ جګړې په اړه د (یوې سناریو) احتمال شته، خو په وینا یې د هیڅ کوم چا په ګټه نه ده.

نوموړي پرون سې شنبه اپرېل ۲۷ (غوايي ۷) له (سې ان ان) امریکايي تلوېزیون سره مرکه ویلي چې هیڅ څوک په افغانستان کې د نوې کورنۍ جګړې پیلېدل نه غواړي.

هغه په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: "یوه سناریو ممکن ده، هیڅ څوک د نوې کورنۍ جګړې پیلېدو غوښتونکي نه دي، زه مطمئین یم چې د افغانستان خلک له دې سره علاقه نلري. نه د افغانستان دولت او نه طالبان داسې کار کوي. د افغانستان هیڅ یو ګاونډی هیواد هم داسې کار نه کوي."

بلینکن که څه هم د کوم هیواد نوم نه دی اخیستی، خو زیاته کړې چې ځینې هیوادونه باید په افغانستان کې د خپل نفوذ څخه د دغه هیواد لپاره ګټه واخلي.

هغه له افغانستان څخه د سرتیرو تر وتلو وروسته له دغه هیواد سره د ډپلوماتیکو اړیکو او نورو بېلابېلو بشري او ټولنیزو برخو کې پر مرستې ټینګار کړی دی.

د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د اعلان له مخې ټاکل شوې ټول امریکايي سرتیري د راتلوونکي سپټمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستان څخه ووزي.

بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد ویلي چې د هغه په شخصي نظر د افغانستان اوسنی دولت به ددې هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ژر سقوط ونکړي.

خلیلزاد د اپریل په ۲۷د امریکا د متحده ایالاتو د سنا د بهرنیو چارو کمیټې په یوه استماعیه غونډه کې وویل د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته باید افغانان سیاسي توافق ته د رسیدو او اوږدې جګړې ترمنځ یو انتخاب کړي.

هغه وویل: "دا هغه انتخاب دی چې افغان مشران باید د اوسني نسل او د راتلونکي نسل په خاطر هغه ومني. هیله من یم هغوی د خپلو پخوانیو اشتباه ګانو څخه کله چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه ووتل، زده کړه کړې وي...یعني د یو اړخ هڅه چې په زور پر نورو اړخونو خپله اراده تحمیل کړي، نتیجه نده ورکړې او د ثبات او پرمختګ د رامنځ ته کیدو سبب شوی ندی."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې په وار وار ټینګار کړی چې افغانستان به له سقوط سره مخامخ نشي او په وینا یې افغان ځواکونه له هیواد څخه د دفاع وړتیا لري.