ملاله يوسفزۍ: د بريتانيې صدراعظم دې د افغان نجونو حقونو ته لومړيتوب ورکړي

ملالې یوسفزۍ په افغانستان کې د طالبانو له خوا د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز پر وړاندې د طالبانو د پالیسو د غندلو لپاره په پرله پسې ډول غږ اوچت کړی دی.

د نجونو د تعليم نړيوالې مبارزې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د بريتانيې له نوي صدراعظم غوښتنه کړې چې د افغان نجونو حقونو او تعليم ته دې لومړيتوب ورکړي.

نوموړې د جولای اتم (د چنګاښ پر ۱۸) پر خپله اېکس پاڼه په خپور شوي بيان کې کییر سټارمر ته د صدراعظمۍ مبارکي ورکړې او ويلي يې دي چې د نړۍ په هر کونج کې نجونې د هغه پر مشرتابه حساب کوي.

يوسفزۍ زياته کړې ده. "لکه څنګه چې تاسو په راتلونکو ۱۰۰ ورځو کې د انګلستان د بهرنۍ تګلارې او پراختیا اجنډا ټاکئ، نو دا مهمه ده چې تاسو په ټوله نړۍ کې د نجونو حقونو او تعلیم ته لومړیتوب ورکړئ، په ځانګړې توګه په افغانستان کې هغو نجونو ته پاملرنه وکړئ چې د طالبانو تر جنسي اپارتايد رژیم لاندې ښوونځيو ته له تګه منع کړل شوي دي."

سټارمر د جولای پر پینځم (چنګاښ ۱۵) د انتخاباتو تر ګټلو وروسته د بریتانيې صدراعظم په توګه وټاکل شو. نوموړي د ملالې يوسفزۍ د غوښتنې په اړه تر اوسه غبرګون نه دی څرګند کړی خو د انتخاباتي کمپاينونو پر مهال يې ويلي وو چې هېواد به یې په نړۍ کې د بشري حقونو د اوضاع سمولو لپاره خپل رول ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱کال د اګست پر ۱۵ پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په ټول دغه هیواد کې سختدريځې تګلارې عملي کړي چې عمده يې پر ښځو د کار کولو محدوديتونه او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیزونه دي.

د طالبانو حکومت په دې اړه د نړيوالو غوښتنې له پامه غورځولي او دا عمل يې د افغانستان داخلي چاره بللې ده چې په وينا يې د وخت په تېرېدو سره به يو مناسب چوکاټ ورته برابر کړي.

د افغانستان په اړه د دوحې په درېيمه غونډه کې هم د طالبانو د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد د نجونو تعلیم د افغانستان داخلي مسله بللې وه.

ملګرو ملتونو د مجاهد څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي وو چې د نجونو تعلیم د افغانستان کورنۍ مسله نه ده بلکې دا هېواد په دې برخه کې نړیوال مسوولیتونه لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمري دي کارلو د جولای پر دويم (د چنګاښ پر ۱۲) په دوحه کې له افغان مدني فعالانو سره تر ناستې وروسته يوې خبري غونډې ته وويل "کله چې د یوې ټولنې نیمايي برخه له کار او فعالیته محرومه وي، طبیعي ده چې اقتصاد وروسته پاتې کېږي او هره برخه به نیمګړې وي."