د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې دغه هیواد د نړۍ په کچه د خورا سخت بشري بحران سره مخامخ دی.
اوچا د جمعې په ورځ مارچ لسمه (کب ۱۹) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي د افغانستان ۲۸.۳ میلیون وګړي چې د دغه هیواد دوه پر درېیمه برخه نفوس جوړوي په روان میلادي کال کې بشري او محافظتي مرستو ته اړتیا لري.
اوچا زیاته کړې چې: "افغانستان اوس مهال په نړۍ کې له خورا سخت او بشري کړکیچ سره مخ هیواد دی."
#Afghanistan is now one of the world’s largest & most severe humanitarian crisis with a record 28.3 million people – that is two-thirds of its population – in need of humanitarian and protection assistance in 2023. pic.twitter.com/QscEEmr5VZ
— OCHA Afghanistan (@OCHAAfg) March 10, 2023
اوچا پر داسې مهال د افغانستان اقتصادي بحران په اړه اندېښنه ښودلې چې تېره ورځ یادې ادارې او نورو غړو بنسټونو یې د افغانستان د بشردوستانه غبرګون پلان خپور کړ.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دغه ادارې پخپل راپور کې ویلي و چې دوی په ۲۰۲۳ میلادي کال کې له ۲۳.۷ میلیون افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ۴.۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
پر همدې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال او د اوچا ادارې مشر رامز الاکبروف د افغانستان خلکو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
ښاغلي الاکبروف د پنجشبې په ورځ مارچ نهمه (کب ۱۸) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې نړۍ باید خپل دروازې د افغانانو پر مخ ونه تړي.
ښاغلي الاکبروف زیاته کړې: "له زیاتو ستونزو سره سره زموږ شریکان چمتو دي چې مرستې زیاتې کړي. بسپنه ورکوونکي له موږ سره د لوږې، خوارځواکۍ، ناروغۍ او کړاونو راکمولو کې مرسته کوي."
The Afghanistan Humanitarian Response plan is out. The world must not shut the door on Afghan people. Partners are on the ground & ready to scale up, despite the many challenges. Donors help us push back hunger, disease, malnutrition & suffering. Click: https://t.co/V83xiMW2lk
— Dr. Ramiz Alakbarov (@RamizAlakbarov) March 9, 2023
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د افغانستان د بشردوستانه غبرګون پلان کې په دغه هیواد کې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو حکومت د بندیز په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه کار به ښځو ته د بشري مرستو رسول ټکني کړي.
اوچا په ټینګار سره ویلي چې په افغانستان کې ټولو اړمنو وګړو ته د مرستو رسولو برخه کې د ښځینه کار کوونکو رول او کار اړین دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې پر غیر دولتي موسسو کې د ښځینه کار کوونکو پر کار کولو بندیز ولګو چې پراخ غبرګونونه یې رامنځته کړه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا هم د تېرې چهار شنبې په ورځ مارچ ۸ (کب ۱۷) خبرداری ورکړ چې د ښځو په وړاندې به د طالبانو د حکومت ځپونکي اقدامات ښایي د بشري او نقدي مرستو د کموالي لامل شي.
د ملګرو ملتونو دغې چارواکې زیاته کړه چې د وړو بنسټیزو پروژو لپاره د بودیجې د برابریدو په اړه بحثونه هم د طالبانو د محدودیتونو له امله ځنډیدلي دي.