د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" وايي چې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې دغې ډلې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې څخه تراوسه لږ ترلږه ۳۹۲ لارښوونې صادرې کړي چې بشردوستانه فعالیتونه ورڅخه مخامخ اغیزمن کیږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۴ (لړم درېیم) په یو راپور کې ویلي چې ددغو لارښوونو له ډلې ۷۱ یې په ځانګړي ډول د بشري مرستو په بهیر کې د ښځو د ګډون په تړاو صادرې شوې دي.
اوچا په دې راپور کې د اندیښنې په څرګندولو ویلي چې ددغو لارښوونو ۹۷ لارښوونې د روان ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې د طالبانو د رهبرۍ او حکومتي ادارو له خوا صادرې شوې، چې شپږ لارښونې یې د ښځو د کار د منع کیدو په تړاو صادرې شوې دي.
په دې راپور کې ویل شوي: "د اګست په میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اخلاقي څارنې قانون صادر کړ، چې دا قانون توپیري پالیسۍ پراخوي او بیا یې نافذوي، لکه د ټولو جنسیتونو [نارینه او ښځو] لپاره جامو د اغوستلو د بڼې لازمي کول، د ښځو لپاره د نارینه محرم اړتیا او په عامو ځایونو کې د ښځو او سړیو جلا کیدل په داسې حال کې چې څارونکو ( محتسبینو) ته پراخه اختیاري واکونه ورکوي".
ملګرو ملتونو ویلي چې د بشري چارو ادارې په خوندي او معنی لرونکي او هراړخیز ډول د بشري چارو په ټولو فعالیونو کې د افغان میرمنو په ګډون په داسې حال کې چې د شتو اقداماتو د پیاوړي کیدو څخه ډاډ ترلاسه کولو ته دوام ورکوي د مرستو په بهیر کې ددغه قانون اغیزې هم څاري.
روانه اونۍ ملګرو ملتونو ویلي و چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د توشیح وروسته د بشری مرستو د ویشلو په بهیر کې د طالبانو لاس وهنې زیاتې شوي، چې له امله یې په افغانستان کې د مرستې رسونې لسګونه پروژې تړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (لړم اول) د سپټمبر په تیرې میاشت کې په افغانستان کې د بشري مرستو د بهیر پر وړاندې د ننګونو او خنډونو په اړه په یو راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې په افغانستان کې د مرستې رسونې ادارو د مرستې رسونې په بهیر کې د ۱۷۳ لاس وهنو په اړه راپور ورکړی چې ۹۸ فیصده دغه لاس وهنې د طالبانو د حاکمو چارواکو له خوا ترسره شوي دي.
اوچا ویلي چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱ (زمري ۳۱ ) د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د توشیح وروسته د مرستې رسونې په چارو کې یې د امربامعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبینو له خوا ۴۷ دغسې لاس وهنې ثبت کړي دي.
د بودیجې کمښت دوام
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دغه راپور کې یو ځل بیا په افغانستان کې د خپلو پروګرام د دوام لپاره د بودیجې د کمښت یادونه کړې او ویلي دي چې د روان ۲۰۲۴ کال په سر کې چې د نړیوالې ټولنې څخه د خپلو بشري پروګرامونو د دوام لپاره یې ۳.۰۶ میلیارده ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه تراوسه یې ددغو پیسو ۹۶۱ میلیونه دالره چې د ټولې غوښتل شوې بودیجې ۳۱.۴ فیصده کیږي ترلاسه کړې ده. دغې ادارې ویلي چې اوس مهال ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپلو بشري پروګرامونو د دوام لپاره ۲.۰۹ میلیاردو ډالرو د کمي سره مخ دي.
اوچا ویلي: "تراوسه پورې د بودیجې کمښت ۳.۷ میلیونه کسان د روغتیايي مرستو ترلاسه کولو، د پنځه کلنو څخه د کم عمر نږدې ۳۵۲ زره ماشومان او ۲۵۸ زره امیدواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکې میندې چې په سختې او منځنۍ کچې د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته دي د خوړو د ترلاسه کولو څخه په بشبړ ډول محروم کړي دي".
ملګرو ملتونو ویلي چې د روان کال د جولای او سپټمبر په میاشتو کې د افغاسنتان په ۱۴ ولایتونو کې سیلابونو راوتلو له امله ۱۸ زره او ۹۰۰ کسان اغیزمن شوي دي.
ددې دمخه اوچا ویلي و چې په راروان ژمي کې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو د دوام لپاره له ۶.۳ میلیونو ډالرو څخه زیاتو پیسو ته اړتیا لري.
دغې ادارې د اکتوبر په نهه ( تلې ۱۸) په افغانستان کې اړمنو کسانو ته په ژمي د مرستو د برابرولو د یو پلان د چمتو کولو خبر ورکړی و او ویلي و چې دا پیسې به د ژمي د موسم په مقدماتي د چمتوالي، د سرپناه او ګرمو جامو او کمپولو د برابرولو لپاره تر راتلوونکو دریو میاشتو په مصرف ورسیږي.