د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په افغانستان کې د بشري بحران زیاتیدو ته په کتنې اټکل کړی چې په دغه هیواد کې به په روان ۲۰۲۵ کال کې پر ځوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر ۳.۵ میلیونو کسانو ته لوړ شي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې د سه شنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۲۸ (سلواغې نهم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په تیرو پنځه کلنو کې په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته شویو ماشومانو شمیر درې میلیونه وو، خو دا شمیر به په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۵ میلیونو ته لوړ شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په افغاسنتان کې په خوارځواکۍ د اخته شویو ماشومانو د درملنې لپاره د نړیوالې ټولنې د بشر دوستانه مرستو د دوام غوښتنه کړې او د مرسته کوونکو هیوادونو او موسسو څخه یې غوښتي چې باید پر دغې ناورغۍ اخته شوې میندې او ماشومان له یاد څخه ونه باسي.
اوچا ویلي: "د پنځه کلنو راهیسې په افغانستان کې د پنځه کلنو څخه د کم عمر پنځه میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ څخه کړیږي. په روان ۲۰۲۵ کال کې ټاکل شوې چې دا شمیر ۳.۵ میلیونو ته لوړ شي. ستاسو ملاتړ به دا تضمین کړي چې نوي زیږیدلي ماشومان او میندې یې د اړتیا وړ ورځیني خوراکي توکي د یو سالم روغتیايي رژیم لپاره ترلاسه کړي".
ملګرو ملتونو په دې وروستیو کلنو کې په افغانستان کې د بشري بحران څخه زیږیدلې لوږې او بې وزلۍ په اړه اندیښنه ښودلې او د نړیوالې ټولنې څخه یې افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو ورځو کې ویلي چې په افغانستان کې د محدودیتونو زیاتوالی او د اقلیم بدلون خوړو ته د خلکو په لاس رسي باندې زیاته اغیزه کړې او دا هیواد لا هم په نړۍ کې د لوږې د حالت سره مخ یو هیواد په توګه پاتې دی.
د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۳ (مرغومې ۲۴) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې له ۵۰۰ زرو څخه زیات افغان ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ دي.
دغه پروګرام ویلي: "د خوړو نړیوال پروګرام د ښوونځیو ماشومانو ته د مغذي خوړو د چمتو کولو په ګډون میلیونونو افغانانو ته د ملاتړ برابرولو لپاره کار کوي."
د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په افغانستان کې د بشري بحران د پراخیدو او پر خوارځواکۍ اخته شویو ماشومانو د شمیر د زیاتیدو په اړه دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندې کړي چې ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ پر افغانانو باندې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د بهرنیو مرستو د بندیدو پر اغیزو اندیښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک خبریالانو ته ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان په ګډون بهرنیو هیوادونو ته د امریکا د متحده ایالاتو د مرستو ځنډیدلوله امله سخت اندیښمن دی.
د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له خوا د ۹۰ ورځو لپاره د ټولو بهرنیو مرستو د بندیدو د پریکړې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تیره ورځ په یو یاداښت کې د مصر او اسرائیل پرته په ټولو هیوادونو بهرنۍ مرستې د دریو میاشتو لپاره وځنډولې چې اغیز یې معلوم کړي او دا چې څومره د "لومړۍ امریکا" پالیسۍ سره برابرې دي.
رویټرز خبري اژانس ویلي چې سمدستي دا لا څرګنده نه ده چې دا ځنډ به په افغانستان کې پر بشرپاله چارو څه اغیز ولري کوم چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې تر ۴۰ فیصدو پورې ورته د امریکا د متحده ایالاتو له خوا بودیجه چمتو شوې وه.
د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت ویلي چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له خوا د ۹۰ ورځو لپاره د ټولو بهرنیو مرستو د بندیدو د پریکړې وروسته په افغانستان کې شاوخوا ۵۰ غیر دولتي موسسو خپل فعالیتونه ځنډولي دي.