ملګري ملتونه:افغانستان کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ناروغانو درملنه ۴۴ ٪ زیاته شوې

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همعږۍ دفتر"اوچا" وايي، چې په افغانستان کې د پخوا پرتله په خوارځواکۍ د اخته د زیات شمیر ناروغانو درملنه شوې ده.

د ملګروملتونو ددغې ادارې په خپل میاشتني رپوټ کې، چې د پنجشنبې په ورځ جون ۱۵ (جوزا۲۵) خپور کړی ویلي دي، چې د ښځو ترمنځ منځنۍ کچې سختې خوارځواکۍ پیښې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې سره ورته وې.

په دې راپور کې ویل شوي:" د مۍ په میاشت کې خوارځواکۍ باندې د اخته ناروغانو په سختې خوارځواکۍ اخته ناروغانو په درملنه کې ۴۴ فیصده زیاتوالی او د پنځه کلنو څخه د ښکته عمرماشومانو کې د منځنۍ کچې خوارځواکۍ په درملنه کې ۱۱ فیصده او د منځنۍ کچې خوارځواکۍ باندې د امیدوارو میندو او هغوی، چې ماشومانو ته شیدې ورکوي د درملنې کچه یې د روان کال په دریو میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې په څیر وه".

په عین حال کې د روغتیا نړیوال سازمان رپوټ ورکړی، چې دغه سازمان د روان کال د مۍ په میاشت کې د دوو زرو ۲۲۸ نجونو په ګډون څلور زره ۲۸۴ ماشومان په ۱۳۰ روغتیايي مرکزونو کې بستر کړی او د هغوی درملنه یې کړې ده.

دغه سازمان په راپور کې ویلي:" د روان کال ۲۰۲۳ د مۍ په میاشت کې د خوارځواکۍ پیښې د روان کال د اپریل د میاشتې پرتله زیاتې شوې وې. دا زیاتوالی ددغو پیښو په اړه په وخت د راپور ورکولو او په ټولنه کې د بیرته راپور ورکولو د سیستم د پیاوړتیا له امله رامنځ ته شوی دی".

د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکل له مخې په راتلوونکو میاشتو کې د خوارځواکۍ په پیښو کې به زیاتوالی راشي.

نږدې دوه اونۍ دمخه د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې " یونیسف" ویلي و، چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې د ۳۲۰۰ روغتیايي مرکزونو له لارې په خوارځواکۍ د اخته ۱۴۰ زره افغان ماشومانو درملنه کړې ده.

د ملګرملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې د اټکل پر اساس تمه کیږي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې به ۲.۳ میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ سره مخ شي، چې ددې ډلې ۸۷۵ زره یې درملنې ته اړتیا لري.

دمخه یونیسف افغانستان کې د بودیجې د کمښت ستونزې یادونه کړې وه او ویلي و، چې نشي کولی په دغه هیواد کې په سختې خوارځواکۍ اخته ۸۷۵ زره ماشومانو ته په روان کال کې مرستې برابرې کړي.

د ملګروملتونو ددغې ادارې د معلوماتو پر اساس نړیوالې ټولنې تراوسه دغې ادارې ته د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۲۲ فیصده بودیجه برابره کړې او اوس هم دا اداره د خپلو پروګرامونو لپاره ۲۱ میلیونو نورو ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرملتونو بشري مرستو د همغږۍ ادارې " اوچا" تیره میاشت وویل، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د چمتو کولو لپاره ۷۱۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.