د روغتیا نړیوال سازمان: اومیکرون نه واکسین شویو ته خطرناک دی

د روغتیا نړیوال سازمان د چهار شنبې په ورځ جنوري ۱۲ (مرغومي ۲۲) خبرداری ورکړ چې د کرونا ویروس اومیکرون بڼه خطرناکه ده په خاص ډول د هغو کسانو لپاره چې واکسین شوي ندي.

یاد سازمان څرګنده کړې ده چې په نړۍ کې د کرونا پیښې د اومیکرون بڼې له امله زیاتې شوې کوم چې د پخواني شکل دلټا په نسبت ډیر د انتقال وړ دی.

تیره اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان ته د څه باندې ۱۵ میلیونو مواردو راپور ورکړل شو او ویل کیږي په میلیونونه نور موارد ثبت شوي ندي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټدروس اډهانم ګبریسیوس یوه خبري کنفرانس ته وویل:"په داسې حال کې چې د اومیکرون موارد د ډلټا په نسبت ډیر ناوړه ندي، خو یو خطرناک ویروس دی، په ځانګړي ډول هغو کسانو لپاره چې واکسین شوي ندي."

د یاد سازمان مشر زیاته کړه، سره له دې چې واکسین د مړینو په مخنیوي او د ناورغۍ د ناوړه حالت په مخنیوي کې ډیر اغیزناک دی، خو نشي کیدای په بشپړ ډول د انتقال مخه ونیول شي.

د نړۍ دغه چګپوړي صحي چارواکي وویل:" اکثریت هغه کسان چې په روغتونونو کې بستري شوي، واکسین یې ندی اخیستی."

نوموړي څرګنده کړه چې په ټوله نړۍ کې د مړینو شمیر په اوونۍ کې د ۵۰ زره په شاوخوا کې ثابت پاتې دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر له دې مخکې هیله مندي ښودلې وه چې د هر هیواد ۱۰ سلنه وګړي دي د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر پایه، ۴۰ سلنه د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر تر پایه او ۷۰ سلنه د ۲۰۲۲ کال تر نیمایي پورې واکسین شي.

خو هغه وویل، تر اوسه ۹۰ هیوادونه د ۴۰ سلنه هدف ته ندي رسیدلي او ۳۶ هیوادونه تر اوسه د ۱۰ هدف هم پوره کړی ندی.

د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې د جنوري تر ۶ نیټې پورې د نړۍ په ۱۴۹ هیوادونو کې د کرونا اومیکرون بڼه لیدل شوې ده.