د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس د اومیکرون بڼې له امله دوو ورځو کې ۷۰۰۰ پروازونه لغو شوي


د کرونا ویروس نوې بڼه اومیکرون ددې لامل شوې چې په ټوله نړۍ کې د شنبې او یکشنبې په ورځو څه باندې اوه زره پروازونه لغو شي.

د پروازونو د څار یو ویب سایټ نن یکشنبې ډسبمر ۲۶ (لیندۍ ۵) خبر ورکړی ۴۰۰۰ پروازونه ځنډیدلي او په میلیونونه کسان د رخصتیو په فصل کې متضرر شوي دي.

د فلایټ اویر ویب پاڼې د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ څه باندې ۲۰۰۰ نور پروازونه لغو شوي دي چې ۵۷۰ یې امریکا ته او یا هم له هغه ځایه پلان شوي وو.

په امریکا کې هوایي شرکتونو د شنبې په ورځ د نوې کال د رخصتیو پرمهال چې ګڼ شمیر خلک پروازونه کوي، د کرونا ویروس د مرتبطو مسایلو له امله په سل ګونه پروازونه لغو کړل.

د امریکا دلټا، یوناټید او جیټ بلو شرکتونو د جمعې په ورځ وویل چې د کرونا اومیکرون بڼې د کارمندانو په برخه کې مشکلات رامنځ ته کړي او له امله یې پروازونه لغوه شوي دي.

له امریکا څخه په زرګونه کیلومتره لیرې، د آسترالیا ډیر نفوس لرونکي ایالت سوټ ویلز د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۶ اعلان وکړ چې په دې وروستیو کې یې د کرونا څه باندې شپږ زره موارد ثبت کړي دي.

د یاد ایالت اعلی وزیر ډومینیک پیروتیټ وویل: «د عاجلې برخې له معلوماتو ښکاري اکثریت هغه خلک چې په عاجله خونه کې دي، واکسین شوي ندي. دا په داسې حال کې ده چې دلته په سوټ ویلز کې زموږ ۹۵ فیصده خلکو د واکسین یو دوز اخیستی دی، بنا شمیرې سمې دي. ولاړ شئ او ځانونه واکسین کړئ.»

په داسې حال کې چې د استرالیا په سوټ ویلز کې د کرونا د اومیکرون بڼې موارد مخ په زیاتیدو دي، د هغه ایالت د روغتیا وزیر براډ هازارډ ویلي دي بالاخره به د یاد ایالت ډیر شمیر اوسیدونکي په ویروس ککړ شي.

د اروپا تازه اقدامات

اروپا هم تازه اقدامات کړيدي، وروسته له هغه چې پرتګال د اومیکرون د مخنیوي په هدف بیا محدودیتونه ولګول، د لیسبون ښار سړکونه تش شوي دي. که څه هم پرتګال په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو دی چې اکثریت وګړي یې واکسین شوي دي.

د هغه هیواد لومړي وزیر انټونیو کوسټا د شنبې له ماښام څخه نوې محدودیتونه وضع کړل، کارونه یې له کوره جبري کړل او د شپې کلپونه او بارونه یې بند کړل.

د نوې عیسوي کال په درشل کې، په پرتګال کې له لسو څخه ډیر کسان نشي کولی یوځای پر سړکونو راټول شي او په بیرون کې د الکولو څښل هم بند اعلان شوي دي.

پرتګال د شنبې په ورځ په رسمي ډول څه باندې لس زره نوې موارد ثبت کړل چې لس تنه پکې ووژل شول. شاوخوا شپیته سلنه موارد د کرونا ویروس د اومیکرون د بڼې څخه دي.

خو د پرتګال د ګاونډي هیواد هسپانیا په بارسلونا ښار کې سل ګونو کسانو په کاتالونیا کې د کرونا ویروس د نویو محدودیتونو سره د مخالفت له امله مظاهرې وکړې.

پیري ریکارت چې یو مظاهره کوونکی دی وایي: «دا پر خلکو برید دی. هغوی پر موږ فشار اچوي چې د هغوی مقررات عملي کړو. دا ازادي نشته چې د کرونا د درملنې لپاره خپله انتخاب وشي. هغه څه چې تاسې یې د ځان لپاره ښه ګڼي. هغوی یوازې د واکسین د کولو لپاره جدي فشار اچوي په داسې حال کې چې د تداوي نورې موثرې لارې هم شته.»

د کرونا نوې بڼه اومیکرون نومیږي او د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا ددغه ویروس پنځمه خطرناکه بڼه بلل شوېده. دا ویروس تیره میاشت په جنوبي کرویا کې وموندل شو او ډیر ژر سرایت کولی شي.

XS
SM
MD
LG