وسله والو په کندهار ښار کې یو افغان پیلوټ وژلی

عکس (ارشیف) کندهار ښار

چارواکي وايي، په کندهار ښار کې نن چهارشنبه غرمه ډسمبر ۳۰ (مرغومې ۱۰) د ولایت مقام سره نژدې​ د وسله والو په يو غلچکي بريد کې يو افغان پيلوټ وژل شوی دی.

په کندهار کې د افغان هوایي ځواک ددغه پیلوټ د وژلو او په افغانستان کې د هدفي وژنو په زیاتوالي سره د افغانستان جمهوري ریاست طالبان ددغه ډول بریدونو مسول ګڼلي دي.

د کندهار يو امنيتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د کندهار د دوهمې هوايي لوا نظامي پیلوټ مسعود احمد په پېښه کې وژل شوی دی.

سرچينې زياته کړه چي نوموړی د ولايت مقام په يو کيلو ميتري کې د فابرکې د سرای سره د تګ پرمهال د وسله والو غلچکيو بریدګرو تر برید لاندې راغلی دی.

د کندهار د پوليسو وياند څارمن جمال بارکزي امریکا غږ ته وویل چې په پېښه کې د ملي اردو یو منصبدار وژل شوی، خو د هغه بشپړه هویت یې څرګند نکړ.

نوموړي زیاته کړه: "د ښار ۱۴ حوزې اړوند سیمه کې د قول اردو یو منصبدار د وسله والو په تروریستي برید کې وژل شوی د هویت په اړه یې به یې وروسته معلومات خپاره شي."

د افغانستان جمهوري ریاست ددغو ترورونو پړه پر طالبانو اچوي او وایي چې دغه کار د دولت او خلکو ترمنځ د واټن د ایجادولو په مقصد کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "په څو تیرو اونیو کې کابل د تروریستي بریدونو شاهد و چې د طالبانو د جنګي کړنلارې؛ برید او انکار، په توګه پرمخ بیول کیږي. ددغو بریدونو هدف د ویرې، ناهیلۍ او د خلکو او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ترمنځ د فاصلې د ایجادول دي."

مسعود احمد پيلوټ د کندهار اوسيدونکی و او د ځوانو نظامي پيلوټانو له ډلې څخه بلل کيده.

هغه په چک جمهوريت او متحده عربي اماراتو کې د پیلوټۍ زده کړې کړې وې.

تر اوسه چا د دې بريد مسئوليت په غاړه ندی اخيستی.