د لاس رسي وړ اتصالات

کمزوری افغان هوایي ځواک او د طالبانو سره جگړه


د افغانستان هوایي ځواک چې اوس نوی په پښو دریدلی دی یو وخت د کمزورو هوایي ځواکونو څخه شمیرل کیده او یواځې دیرش چورلکۍ او څو ماشینگڼې او یو شمیر راکټونه یې در لودل، اوس د ښه کیدو په حال کی دی.

هغه نوې الوتکې چې د طالبانو سره په ښه ډول مبارزه وکولای شي څه دپاسه دوه کاله وشول چې ځنډول شوي دي او د ناتو ځواکونه د افغان ځواکونو سره په هوایي ماموریتونو کې مرسته کوي.

د هوایي ځواک کمزورتیا د هیواد دری سوه پنځوس زره کسیز امنیتی ځواکونو لپاره هم د اندیښنې وړ ده چې د دیارلس کالو راهیسې د افغانستان په گوټ گوټ کی د یاغیانو سره په جگړه بوخت دي او هره اونۍ د سلو تنو په شاوخوا کې په سختو جگړو کې له لاسه ور کوي.

په داسې حال کې چې د لسگونو زرو بهرنیو ځواکونو ملاتړ له افغان امنیتي ځواکونو سره پای ته رسیږي هغوی وایي چې د هوایي ځواک له ملاتړ پرته به دوی له ستونزو او ماتې سره مخامخ کیدای شي.

پوځي هلیکوپتر
پوځي هلیکوپتر

ناتو لږ تر لږه ٣٩٠ تنو افغان پیلوټانوته روزنه او مشوره ورکوي چې زیاتره یې جنگي وسایل او تجربه نلري. همدارنگه د افغان هوایي ځواک سره د ١۴٠ الوتکو چې زیاتره به یې ترانسپورتي هیلکوپترې وي د ورکړې وعده شوې ده.

پدې په خاطر چې د افغان هوایي پوځ دا تشه ډکه شي نو پیلوټان لازمو زده کړو او تریننگ ته ضرورت لري.

یو افغان پیلوټ چې گل روز نومیږي په دی هکله وایي " که چیری مونږ ته هغسی چی لازم دي د نړیوالې ټولنې له خوا زده کړه او تریننگ راکړل شي نو بیا مونږ کولای شو چې خپله دنده په یوازې توگه سرته ورسوو. مونږ یو غریب هیواد یو او مونږ د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته ضرورت لرو."

په همدې میاشت کې یوې ایم آی اولس ډوله هیلکوپتر چې د پرواز چارې یې افغان پیلوټ عبیدالله ابراهیم خیل ترسره کوي د افغان پوځ له هغې گزمې سره مرسته وکړه چې د بدخشان په ولایت کې د یاغیانو تر برید لاندې راغلې وه.

ابراهیم خیل وایی " دغه نوی مهارتونه چې ما له ائتلافي ځواکونو څخه زده کړي دا زما له پاره ډیر ښه او گټور دی او زه اوس کولای شم په یوازې توگه ماموریت تر سره کړم او په ډاډه توگه بیرته را وگرځم او هغه څه مې چې له دوی څخه زده کړي په ډیرو نورو ماموریتونو کې به هم ور څخه گټه واخلم."

افغان هوایي ځواک په پام کې لري چې سږ کال پسرلی د دولسو په شاوخوا کې نوری جنگي ایم آی اولس ډوله هلیکوپتری تر لاسه کړي ځکه چې د اپریل په میاشت کې چې معمولا د یاغیانو بریدونه زیاتیږي ترې گټه پورته کړي.

همدارنگه د جون په میاشت کې به افغان هوایي ځواک د دولسو په شاوخوا کی ام ډی پنځه سوه دیرش ډوله هیلکوپترونه هم ولري.

تیر کال د افغانستان هوایی ځواکونو د اوه زرو په شاو خوا کې هوایي ماموریتونه تر سره کړي او له ځمکنیو ځواکونو سره یې په مستقیم ډول مرسته کړې ده. همدا رنگه د تیر کال په جگړوکې د پنځه زره په شاوخوا کې افغان امنیتي ځواکونه په جگړه کې له دې امله وژل شوي دي چې ژر او په وخت سره ورته روغتیایي اسنتیاوی نه وی رسول شوی.

د افغانستان د بیا جوړونې لپاره د امریکا د مرستو یو سر مفتش وایي چې تیر کال امریکا له شلو څخه زیاتې جی ٢٢٢ ایټالوي الوتکې پیرودلی دي چې ددې الوتکو بیه ۴٨٦ ملیونه ډالره کیږي، خو دا الوتکې په میدان پاتې شوي، ځکه چې افغانانو نه شوای کولای هغه استعمال کړي.

XS
SM
MD
LG