د ۲۰۵ قول اردو یو قومندان طالبانو سره جنګ کې وژل شوی

د نوموړي د جنازې مراسم

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان ډګروال مزمل ساپی د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د نوموړي د جنازې مراسم نن جمعه مارچ ۱۲(کب ۲۲) د کابل په سردار محمد داوود خان روغتون کې د دفاع وزارت د مرستیال او نورو چارواکو لخوا تر سره شوه.

د افغانستان دفاع وزارت که څه هم د تورنجنرال مزمل ساپي د وژل کېدو د ځای او خت په اړه څه نه دي ویلي، خو ځینو امنیتي سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې هغه د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د کندهار یوه لوړپوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې ډګروال مزمل ساپی د پنجوايي ولسوالۍ د خیبرې غره سیمه کې د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی و.

سرچینه زیاتوي چي نوموړی لومړی ټپي و او وروسته يې نن سهار په نظامي روغتون کې ساه ور کړې.

منبع زیاته کړه: "د لومړی لوال قوماندان ډګروال مزمل ساپی په پنجوايي ولسوالۍ کې د جګړې په لومړی کرښه کې د درازنوف په ګولۍ لګیدلی او نن سهار يې په روغتون کې ساه ور کړه له نوموړي سره د پوځ یو بل منصبدار هم وژل شوی چې هغه د کنډک درستیزوال وو."

دفاع وزارت د پوځ د بل منسبدار د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار په تازه نا امنیو کې دا د پوځ تر ټولو لوړ پوړی نظامي منصبداری دی چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې وژل کیږي.

ډګروال مزمل ساپي د اوږدې مودې لپاره د ۲۰۵ اتل قول اردو په بیلا بیلو تشکیلاتو کې دنده تر سره کړې.

نوموړی په پنجوايي ولسوالۍ کې د پوځ د ګڼو پوستو تر سقوط وروسته د دفاع وزارت له لوري د لومړی لوال قوماندان وټاکل شو.

یاده لوا د کندهار په پنجوايي، ژړۍ، میوند او غورک ولسوالیو کې مسئولیت لري.

خپله وسله والو طالبانو پدې باب رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.