د بلوچستان لورلايي کې د پولیسو پر روزنیز مرکز برید شوی

د پاکستان د بلوچستان ایالات کې د پولیسو پر یو روزنیز مرکز برید کې یو لوړپوړی پاکستانی پولیس افسر وژل شوی او پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

دغه پېښه نن د چهارشنبې په سهار د «جون پر ۲۶مه» د بلوچستان په لور لايي سیمه کې رامنځته شوې ده.

رویټرز خبري اژانس د پاکستاني چارواکو په حوله ویلي چې حمله کوونکي درې تنه و چې ځانمرګي واسکټونه یې په تن و.

د عبدالرحمن لوڼي په نوم د پاکستاني پولیسو مشر رویټرز اژانس ته ویلي، لومړي ځانمرګي د یاد مرکز په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړې او دوو نورو یاد مرکز ته تر ننوتلو وروسته ځان پوري تړلي چاودېدونکي مواد چولي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د پېښې له ځایه پنځه ملکي وګړي هم روغتون ته انتقال شوي دي.

د دغه برید مسؤلیت «تحریک طالبان پاکستان» په غاړه اخیستې ده.

د یادونې وړ ده چې په تېره مې میاشت کې په ګوادر سیمه کې هم پر یوه پنځه ستوریز هوټل د وسله والو په برید کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي و.

د تېرې مارچ مياشتې په وروستيو کې هم په لورالايي کې د پاکستاني پوليسو پر يوه مرکز وسله وال بريد کې څلور پوليس وژل شوي وو.