پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې د پولیو د یوې بلې پېښې د ثبت کېدو خبر ورکړ

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام په دغه هېواد کې په ماشومانو ګوزڼ په ویروس د یوې بلې ماشومې د اخته کېدو خبر ورکړی دی.

دا پېښه د جنورۍ په ۱۵مه (مرغومي ۲۶) د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې ثبت شوې ده.

د دغه ایالت یو چارواکي رسنیو ته ویلي چې د یوې ماشومې د وینې نمونې د ډسمبر پر ۳۱مه لابراتوار ته استول شوې وې او اوس یې نتیجه راوتلې ده او په دې سره په پاکستان کې په ګوزڼ د ټولو اخته ماشومانو شمېر شمېر ۷۲ ته ورسېده.

تر دې وړاندې د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام هغې ادارې د جنورۍ پر ۱۴مه پر خپله ویبپاڼه په یو بيان کې ويلي وو چې د روغتیا ملي ادارې د جیکب اباد په یوه ماشوم کې د پولیو وایرس تایید کړ.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په خیبر پښتونخوا او سیند کې ۲۱،۲۱ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ډسمبر په نیمايي کې له بلوچستان پرته د پاکستان په ۱۴۳ ضلعو او بیا د میاشتې په پای کې په بلوچستان کې د پولیو اووه ورځني واکسیني کمپاینونه وشول او د پولیو مخنیوي اداره وايي چې د فبرورۍ په پیل کې په ټول هېواد کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان واکسینوي.

په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

سره له دې چې په پاکستان کې بیا بیا په پراخه کچه ګوزڼ ضد کمپاینونه کېږي خو په ماشومانو کې د پولیو زیاتېدونکې پېښې یوه لویه ننګونه ښکاري.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

په عین وخت کې بیل اېنډ ملېنډا ګېټس بنسټ په افغانستان کې د ګوزڼ ختمولو لپاره د ځانګړي پروګرام پیلولو اعلان کړی دی. دغه بنسټ د جنورۍ پر ۱۲مه خلیج ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې پروګرام به د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عرب او د اسلامي پراختیايي بانک په همکارۍ د افغانستان د بیا رغونې صندوق له لارې تمویل شي.

د بېل او ملېنډا ګېټس بنسټ د پولیو د ختمولو هغه نړیوال نوښت برخه دی چې د حکومتونو او نړیوالو سازمانونو یوه لویه پروژه ده.