اعتراض کوونکې ښځې: د اوسلو غونډې ته د طالبانو بلل د نړیوالو میثاقونو خلاف دي 

مینه رفیق، په ناروی کې یوه معترضه افغانه

د "افغانستان د ځواکمنو ښځو اصلي غورځنګ" د اوسلو د غونډې د دوهمې ورځې له ترسره کېدو سره هم مهاله ویلي چې په دې غونډه کې د طالبانو د استازو بلنه د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو میثاقونو او د بشري حقونو د کنوانسیونونو خلاف عمل دی.

دغه غورځنګ نن چهارشنبه د جون ۱۴مه (غبرګولي ۲۴ مه) په یوه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي راپور په حواله ویلي چې طالبان له ۲۰ تروریستي ډلو سره اړیکې لري او د اوسلو غونډه په ناروې کې پداسې حال کې ترسره کیږي چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د ترهګرو لپاره په یو خوندي ځای بدل شوی دی.

د معترضو ښځو دغه غورځنګ ټینګار کوي چې د طالبانو له خوا د افغانانو تر ټولو اساسي بشري حقونه تر پښو لاندې شوي، ښځې او نجونې له ټولنې ایستل شوي او د کورنیو او بهرنیو فشارونو سره سره طالبانو د ښځو غوښتنې له پامه غورځولي او د هغوی حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

د ښځو د دغه اعتراضي غورځنګ په اعلامیه کې راغلي: "د نړیوالو پیژندل شویو ترهګرو (طالبانو) سره هر ډول بلنه، تعامل او معامله د رسمي جنګي جرم، جنسیتي توپیر او د بشریت پر ضد جنایت په معنی دي".

د "اوسلو د ازادۍ انجمن" درې ورځنۍ غونډه د افغانستان او طالبانو د پلاوي په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د استازو او مدني فعالانو په حضور کې د سه شنبې په ورځ جون ۱۳ (غبرګولي ۲۳) د ناروې په پلازمینه اوسلو کې پیل شوه.

د اوسلو په غونډه کې د افغانستان پر اوسنیو ستونزو بحث روان دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ځینو سیمه ییزو رسنیو ته په دې غونډه کې د دې ډلې د حکومت د استازو حضور تائید کړی دی.

د افغانستان د ځواکمنو ښځو د اصلي غورځنګ په وینا، په دغه هېواد کې اوسنی بحران د طالبانو د شتون او د هغوی د ظالمانه سیاستونو د تطبیق له امله رامنځته شوی او د بشری مرستو تر نامه لاندې له دغې ډلې سره هر ډول ملاتړ "د ترهګرو واکمنۍ" غزول دي.

ددغه حرکت د مشرتابه د کمیټې غړې فوزیه وحدت امریکا غږ ته وویل چې طالبان یوه "ترهګره ډله" ده او د افغانستان د خلکو استازیتوب نه شي کولای.

هغې زیاته کړه، د ناروې په څېر یو هېواد څخه چې ځان د دموکراسۍ ممثل ګڼي، تمه نه کېږي چې د هغو کسانو لپاره غونډه جوړه کړي او دعوت یې کړي چې "په افغانستان کې تر ټولو ناوړه جنایتونه کوي" او حتی افغان مېرمنې یې د کار او زده کړو له اساسي حقونو بې برخې کړي دي.

میرمن وحدت ټینګار وکړ: "موږ د افغانستان ښځې له داسې هېوادونو او ناروې څخه غواړو چې د طالبانو تروریستي ډلې او د هغو کسانو له ملاتړ څخه لاس واخلي چې د افغانستان د خلکو په وړاندې د بشریت په تاریخ کې تر ټولو ستر جنایت ترسره کړی."

د افغانستان د ځاکمنو ښځو د اصلي غورځنګ په دې اعلاميه کې ويلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له ناروې او له ټولو ګډونوالو چې ازادۍ، جنسيتي برابرۍ او عدالت ته ژمن دي، غوښتنه کوي چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره له هرې لارې کار واخلي.

د طالبانو د ډلې د سیمه ایزو او نړیوالو سفرونو مطلق بندول، د ښځو په وړاندې د طالبانو د پراخو بندیزونه د بشریت ضد جرم په توګه پیژندل، او هغو غونډو ته چې د دموکراسۍ د ودې، بشري حقونو او جنسیتي برابرۍ لپاره جوړیږي د افغانستان ګڼو او دموکراسۍ پلوو ځواکونو ته بلنه ورکول، د نړیوالې ټولنې څخه ددې غورځنګ جدي غوښتنې دي.

دغه راز د افغان ښځو دغه اعتراضیه غورځنګ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له بنسټونو په ځانګړې توګه د جرمونو له نړيوالې محکمې څخه غوښتي، چې د بشري حقونو ارزښتونو او د ښځو د څرګندو اسنادو په نظر کې نيولو سره د طالبانو بشري ضد جنايتونو د پيژندلو په اړوند دوسيه وڅيړي.

دغه حرکت له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د "یو خوندي، باثباته او د نړیوال نظام د سوله غوښتونکي شریک" افغانستان لپاره د "ازادۍ غوښتونکو قواو او د افغانستان د متکثرې ټولنې" ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې یو شمېر نورو مظاهره کوونکو ښځو هم د حق غوښتنې لپاره د اعتراضونو په پیل کولو سره له ناروې غوښتي چې له طالبانو سره دې معامله ونه کړي او د اوسلو غونډې ته یې د دې ډلې د استازو پر بلنه هم نیوکه کړې ده.