پاکستان کې د بشري حقونو فعالانو په ټولنیزو رسنیو د هغه مومندې میرمنې نه ملاتړ څرگند کړیدی چې د ادعا له مخې یو پاکستانې پوځي یې کور ته ننوتلو پر مهال وواژه
د پښتون تحفظ تحریک مشر منطور پښتین وايي چې د پاکستان یو امنیتي عسکر له اجازې پرته یو کور ته د ننوتلو هڅه کوله چې د کور یوې مېرمنې په ډزو وواژه.
د دغې پیښې نه وروسته په مومندو کې ځینو کسانو د کور او د ستر بی احترامۍ خلاف احتجاج وکړ او گډونوالو یې د کلیوالو حتی وغوښتل چې که یو څوک یې پرته د اجازې کور ته د ننوتلو کوښښ وکړي نو قتل دې یې کړي.
د دغه ویناوالو ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپرې شویدي چې پکې دوي د حکومت نه د اقداماتو غوښتنه کوي.
Last night a security person tried to break d premises of a home in Mohmand area where a women was residing. She opened fired &killed him on spot. Now people are protesting that such continuous violations of sanctity of Pashtuns homes must be stopped #StopHumiliatingPashtunWomen pic.twitter.com/pfappKgxU6
— Manzoor Pashteen (@manzoorpashteen) May 1, 2019
People protest in #Momand tribal district of #Pakistan after a woman was allegedly harassed by a Pakistani soldier whom she has reportedly shot dead. pic.twitter.com/oJeZjVlTJ2
— Boriwal Kakar (@BoriwalKakar) May 1, 2019
د خیبرپښتونخوا سیاستمدارې بشری گوهر په خپل ټویټر دغه پیښه د پاکستاني عسکرو په پرله پسې توگه د ښځو ویرول او ځورول وبلل. هغه لیکي
Strongly condemn the incident-there’s a shameful pattern of security forces forced entry into houses to terrorise, threaten & sexually harass #Pashtun women in the erstwhile #FATA with impunity...women resisted in #Khaisoor; a woman forced to kill one in self defence in #Momand. https://t.co/tK4wovO0yW
— Bushra Gohar (@BushraGohar) May 1, 2019
"دا پیښه په سختۍ غندم. امنیتي عسکر پرله پسې د پښتنو کورونو ته ننوځي او خلک ځوروي، ویروي او په جنسي توگه یې ځوروي. داسې یوه پیښه په خیسوره کې وشوه او په مومندو کې ښځه دیته مجبوره شوه چې هغه قتل وکړي."
د پښتون تحفظ تحریک غړې ثنا اعجاز په خپل ټویټر ولیکل
د ده يوې مومندې يا صافۍ نه بلکې د يوې پښتنې مېرمنې د حق او د عزت خبره ده پکار دې ټول پښتون قام ورسره اودرې.#StopHumiliatingPashtunWomen#TheyToo#Mohmand pic.twitter.com/1JtMibs0OF
— Sanna Ejaz(سیاله) (@sanaejaz2) May 1, 2019
د بشري حقونو فعالې گلالۍ اسماعیل وویل چې هغه د مومندې میرمن دفاع کوي. هغې ولیکل
I strongly condemn security personal barging into homes in the darkness of night, attacking the privacy of home. I stand with people and women of Mohmand Agency.
— Gulalai_Ismail (@Gulalai_Ismail) May 1, 2019
"زه د امنیتي عسکرو لخوا د شپې په تیارو کې د خلکو د کورونو د ستر بی احترامي غندم. زه د مومندو د ولس او د ښځو ملاتړ کوم."
د یادونې وړ ده چې د تیرو څو میاشتو په مودې کې دا دوهم ځل دی چې د پاکستاني عسکرو لخوا د قبایلو کورونو ته د دننه تگ رپورټونه خپریږي.
منظور پښتین د امریکا غږ ته وویل چې د حکومت نه د دغه پیښې د بشپړ تحقیقاتو غوښتنه کوي خو حکومت تر اوسه پورې دغه تورونو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.