سعودي په پاکستان کې ولې ستره پانګونه کوي؟

د سعودي عربستان ولیعهد د دې اونۍ په اخیره کې پاکستان ته خپل لمړنی سفر کوي.

پاکستاني چارواکي وایي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان به پاکستان ته د سفر په مهال د ملیاردو ډالرو پانګونې اعلان وکړي.

په پاکستان کې د چارو کارپوهان وایي چې د دغو دواړو ملکونو اړیکې تاریخي دي او د ولیعهد د سفر نه وروسته به دا نورې هم قوي شي خو ځینې خلک دا هم وایي چې سعودي د پاکستان نه خپلې ستراتیژیکې ګټې ترلاسه کوي.

په پاکستان کې سناتور صادق سنجراني امریکاغږ ته وویل چې د سعودي لخوا په پاکستان کې د پانګه اچونې پریکړه د دواړو ملکونو د اقتصادي اړیکو لپاره ډیره مهمه ده.

د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې پروفیسیور ظفر جسپال وایي چې دا فکر سم نه‌دی چې سعودي په پاکستان کې ځکه پانګونه کوي چې د پاکستان نه ستراتیژیکې ګټې ترلاسه کړي. هغه زیاته کړه: "زما په فکر سعودي په پاکستان کې په خاصه توگه د تیلو صادرات کوي. په پاکستان کې د تیلو ضرورت ته په کتلو سعودي دا کار کوي. د هغوي هدف به چین هم وي."

ښاغلي جسپال زیاته کړه: "سعودي د تیلو په برخه کې یواځې په پاکستان کې نه بلکې په هند کې هم پانګونه کوي. سعودي د امریکا سره هم ښې اړیکې لري او هغوي به هیڅ داسې کار نه کوي چې امریکا ترینه ناراضه شي".

په پاکستان کې د عمران خان حکومت د خپلې دورې د پیلیدو راهیسې کوښښ کوي چې دغه ملک د اقتصادي بحران نه وژغوري او هم په دغه لړ کې صدراعظم عمران خان د چین برسیره سعودي عربستان ته هم سفرونه کړي دي او د دغو ملکونو نه یې د پانګونې غوښتنه کړې ده.