پاکستاني چارواکي وایي د پیسو نړیوال وجهي صندوق استازو سره د مامورینو په کچه یوې موافقې ته رسیدلي چې له مخې به یې دې هیواد ته چې نږدې دی د خپلو مالي مسؤلیتونو په ادا کولو کې پاتې راشي، ۳ میلیارده ډالر د پور په توګه ورکړل شي.
د پاکستان او ای ایم ایف د پور اوسنۍ موافقه د جمعې په ورځ، مارچ ۱۴ ( کب ۲۴) پای ته ورسیده خو پاکستاني چارواکو د موقتي پور غوښتنه کړې وه. د موقتي پور د موافقې نهایي پریکړه به د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې د پیسو نړیوال وجهي صندوق مدیریه هیت کوي.
د پاکستان لپاره دا موقتي پور ډیر اهمیت لري ځکه چې له یوې خوا د خپلو مالي مسؤلیتونو ادا کولو کې د ستونزو سره مخ دی او له بلې خوا د بهرنۍ شتمنۍ اندازه مخ په کمیدو ده.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د ای ام ایف سره د موافقې هرکلی کړی او ویلي چې د دې موقتي موافقې له کبله پاکستان وکړی شي "اقتصادي ثبات" ولري او همدرانګه به د دې هیواد سره مرسته وکړي چې د اقتصادي ودې په لور حرکت وکړي.
د پاکستان د مالیې وزیر اسحق ډار د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې په سیمه ایز وخت د جمعې په شپه ناوخته ددې موقتي موافقې په هکله د پیسو نړیوال وجهي صندوق څخه لازم اسناد تر لاسه کړي او دی به یې ژر تر ژره لاسلیک کړي.
د موافقې له مخې پاکستان ته به دا ۳ میلیارده ډالره پور په نهو میاشتو کې ورکړل شي. پاکستان او ای ایم ایف په ۲۰۱۹ کال کې د ۶.۵ میلیارد ډالرو پور پر سر موافقه کړې و چې نورې یې دی هیواد ته ورکړل شوي او یوازې ۲.۵ میلیارده یې پاتې وي خو د نوې موافقې له مخې به پاکستان ته ۳ میلیارده ډالره پور ورکړل شي.
د پاکستان لپاره د ای ام ایف دا پور پدې خاطر هم حیاتي نقش لري چې دا هیواد به وکړی شي د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او نورو هیوادونو څخه په پور تر لاسه شویو پیسو یوه برخه بیرته ورکړي او پدې سره به د سود څخه ځان بچ کاندي.
پاکستان به همدارنګه لدې پیسو څخه د نور پور اخیستو لپاره د ضمانت په توګه کار واخلي.
په پاکستان کې مطبوعات وايي ای ام اف غوښتنه کړې چې هېڅوک بايد له مالیې ورکولو مستثنا نه وي. د پاکستان حکومتونو په تېرو کلونو کې د ای ام اف د پور د پروګرامونو شرطونو پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات کړي چې په کې د سرکاري لګښوتو کمول، پر انرژۍ او نورو شیانو رعایت ختمول، نوې مالیې لګول او د مالیو راغونډولو نظام پراخول شامل دي.
دا مهال پاکستان د ای ام اف په ګډون د ځینو نورو بهرنیو پور ورکونکيو ادارو او هېوادونو څه باندې ۱۳۰ میليارد ډالره پوروړی دی.
اقتصاد پوهان وايي چې کله هم له ای ام اف يا نورو پور ورکوونکو ادارو څخه پاکستان پيسې اخلي نو له هغې سره شرطونه تړلي وي نو ځکه ورسره په هېواد کې ګراني هم زياته شي.
په اسلام اباد کې د اسلامي نړيوال پوهنتون د اقتصاد استاد ډاکټر معراج الحق وايي، تر څو چې پاکستان تجارتي خساره نه وي قابو کړې نو تر هغو پورې به پورونه اخلي.
دا مطلب هم ولولئ پاکستان ولې دومره زیات پوروړی دی؟نوموړي د مارچ په نهمه ( کب ١٦) امريکا غږ ته وويل، "په اصل کې چې پر پاکستان کوم پورونه وخت پر وخت زياتېږي، د هغې لامل دا دی چې له هغه راهیسې چې پاکستان جوړ شوی دی نو هر کال یې تجارتي خساره زياتېږي نو د دې خسارې د پوره کولو لپاره د پاکستان حکومت مجبوره شي چې له بهرنيو هېوادونو او ادارو څخه پورونه واخلي.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ۲۰۲۴ کال په جون کې ويلي وو چې حکومت يې د "وروستی ځل" لپاره د پیسو له نړیوال صندوق څخه پور اخلي. هغه د جون پر۱۵مه د پاکستان ولس ته په وينا کې وويل چې اوسمهال له دېوالیه کېدو څخه د هېواد ژغورلو لپاره له شپږو څخه تر اتو میلیارده امریکايي ډالرو پور ته اړتیا لري او د دې لپاره له ای ام اف سره په مذاکراتو بوخت دی.
شریف زیاته کړې وه چې دا به د "پاکستان په تاریخ" کې د پور "وروستی پروګرام" وي. نوموړي په خپله وينا کې اعلان کړی و چې ځینې هغه وزارتونه او ادارې به ختموي چې د ده په وینا ملي خزانې ته د ګټې پر ځای په اربونو روپیو تاوان رسوي.
پاکستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږ میلیاردو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی و. تر دې وروسته حکومت له ای ام اف سره د درې میلیارد ډالرو د پور بله موافقه وکړه چې له مخې یې له هغې ادارې اجرایوي ډلې د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې میلیارد ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ او ورسره سم یې ورته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ میلیارد ډالر جوړېده، ورکړ.