پاکستان او تاجیکستان افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه کړې

د پاکستان او تاجیکستان مشرانو په آسلام اباد کې د لېدنې پرمهال د سیمه ییزو او نړیوالو مسائلو په اړه خبري کړي او په افغانستان کې د ټول شموله حکومت رامنځته کېدل مهم بللي دي.

پاکستان ته د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمان د دوه ورځني سفر په پای کې د پاکستان د صدراعظم شبهاز شریف دفتر د دغه لیدنې په اړه پرون چهارشنبه ډسمبر ۱۴ (لېندۍ ۲۳) یوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده.

په دغه اعلامیه کې راغلي: "دواړو لورو د افغانستان په اړه توافق وکړ چې یو سوله ییز، سوله کاله، له یو بل سره تړلی (متحد) او باثباته افغانستان د سیمې د سوکالۍ او پرمختګ لپاره بنسټیز دی.هغوی د افغانستان لپاره یو ټول شموله حکومت مهم وباله."

دا په داسې حال کې ده چې درې اونۍ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداری، په آسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي و چې د طالبانو په اړه د نړۍ حوصله په خلاصېدو ده.

په افغانستان کې د ټول شموله حکومت تشکیل د نړیوالې ټولنې له اساسي غوښتونو څخه هم دی، هغه موضوع چې طالبان یې تل د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بولي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټامس ویسټ شاوخوا دوې اونۍ مخکې په دوبۍ کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت له سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد سره لیدنه کې ویلي و چې د طالبانو مشروعيت په افغانستان کې د نجونو او ښځو سره د هغوى د چلند په څرنګوالي پوري تړلى دى.

د پوهنتون استاد محمد ظاهر حلیمي په دې نظر دی چې د نړیوال مشروعیت مسله د حکومتوالۍ د ټولو چارو په وړاندې یو خنډ او د طالبانو حکومت په وړاندې له اساسي ننګونو څخه ده.

ښاغلي حلیمي زیاته کړه: "د نړیوال مشروعیت نشتوالی او د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت نه پيژندل یو جدي خنډ دی."

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د نړیوال مشروعیت لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي. خو نړیواله ټولنه او د امریکا متحده ایالات د طالبانو حکومت په رسميت پيژندلو لپاره د ټول شموله حکومت جوړېدو، د اقليتونو او قومي لږکيو تر څنګ د نجونو او ښځو د حقوقو پر تامين باندي ټينګار کوي٠

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي تر دې مخکې ویلي و چې په نړۍ کې هیڅ یوه بېلګه نشته چې یو حکومت دې خپل افوزېسیون په حکومت کې شریک کړي.