پاکستان کې انټرنیټ ورو شوی؛ حکومت یې لامل د سمندر لاندې خراب کیبلونه ګڼي

په پاکستان کې د انټرنیټ سستوالي په میلیونونو کاروونکي اغیزمن کړي، کاروبارونه یې ګډوډ کړي او په ټول هیواد کې یې شکایتونه پارولي دي.

پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې د څو میاشتو راهیسې په مرموزه توګه د انټرنیټ د ورو کېدو پړه د سمندر لاندې خرابو کیبلونو باندې اچولې ده.

په پاکستان کې د انټرنیټ سستوالي په میلیونونو کاروونکي اغیزمن کړي، کاروبارونه یې ګډوډ کړي او په ټول هیواد کې یې شکایتونه پارولي دي.

د ډیجیټل حقونو متخصصین پدې باور دي چې حکومت د یو فایروال د ځای پر ځای کولو ازموینه کوي. دا یو امنیتي سیسټم دی چې د انټرنیټ د کاروونکو څارنه کوي او د انټرنیټ د محدود کولو لپاره هم کارول کیدی شي.

اسلام اباد له دې وړاندې د وي پي این د استعمال زیاتوالی د انټرنیټ د ورو کیدو لامل بللی و او دا یې منلې وه چې هیواد یې "په انتقالي حالت کې دی."

د پاکستان د مخابراتو ادارې چهارشنبې اګست ۲۹ (وږي اتمه) په یو بیان کې وویل: "په ټول هیواد کې د اوسني ورو انټرنیټ عمده لامل دا دی چې د سمندر لاندې هغو اوو نړیوالو کیبلونو له جملې څخه په دوو کې نقص رامنځته شوی چې پاکستان له نړۍ سره نښلوي."

د معلوماتي ټکنالوژۍ د یو سازمان د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې انټرنېټ د جولای راهیسې له نورمال حالت په پرتله ۴۰ سلنه ورو شوی او له کبله یې د وي پي این او واټساپ اپلکیشن استعمال ګډوډ شوی دی.

حکومتي چارواکو په لومړنیو څو اونیو کې په دغه هېواد کې د انټرنیټ د ورو کېدو په اړه له څه ویلو ډډه کوله.

د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل چې هېواد یې د "انتقال" په حال کې دی.

هغه زیاته کړه چې "د دولت او اشخاصو په خلاف د ګواښونکو او توهینونکو موادو د مخنیوي لپاره به ځینې کنټرولوونکي تدابیر موجود وي."

د پاکستان د معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرې شزه فاطمه خواجه وروسته دا تور رد کړ چې حکومت د انټرنیټ په ورو کولو کې لاس لري او پړه یې د وي پي این د کارولو په زیاتوالي واچوله.

دا مطلب هم ولولئ د پاکستان پوځ د 'ډیجیټل ترهګرۍ' خبرداري د ټولنیزو رسنیو د محدودولو اندېښنې پارولي

د پاکستان پوځ چې په دغه هېواد کې تر ټولو ځواکمنه اداره بلل کیږي، وايي چې د "ډیجیټل ترهګرۍ" په خلاف مبارزه کوي.

شنونکي وايي چې په پاکستان کې د ډیجیټل ګډوډۍ اصلي هدف د حکومت مخالف زنداني مشر پخواني صدراعظم عمران خان ګوند. عمران خان پدې مشهور دی چې په پاکستان کې ځوان نسل چې انټرنیټ ته زیات لاسرسی لري، د نوموړي ملاتړ کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې په دې برخه کې شفافیت رامنځته کړي.

ددې سازمان د ټکنالوژۍ کارپوه جیور وان برګن وویل: "د څارنې د داسې ټکنالوژۍ د کارولو په اړه چې [د انټرنیټ] مواد څاري، محدودي او ورو کوي، د پاکستاني چارواکو بې باوري د سختې اندیښنې وړ ده."

د پاکستان اقتصاد په دغه هېواد کې د معلوماتي ټکنالوژۍ مخ پر ودې صنعت باندې تکیه لري چې د پیسو له شدید کمښت سره مخامخ اسلام اباد له همدې لارې عاید ترلاسه کوي.

په پاکستان کې د بې سیم انټرنیټ خدماتو وړاندې کونکو د اتحادیې مشر شهزاد ارشد په یو بیان کې وویل چې که د روان وضعیت په اړه "سمدستي پرېکنده اقدام ونشي، ښايي هیواد ته ژورې اقتصادي پایلې ولري او د ډیجیټل اوږد مهال ویش خطر رامنځته کړي."