د چارسدې په ځانمرگی برید کې ٧ تنه وژل شوي

په تیره یوه اونۍ کې دا په پاکستان کې پنځم ځانمرگی برید دی.

دریو ځانمرگو بریدکوونکو د چارسدې په یوې محکمې باندې په بریدونو کې ٧ کسان ووژل او ٢١ تنه یې ټپیان کړل.

ددې مرګوني برید مسؤلیت هم د جماعت الاحرار په نوم د پاکستاني طالبانو یوې ډلې آخستی دی.

برید د سه شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په چارسده ضلع کې د محاکمو په ساحه کې وشو. چارواکي وایي اوه کسان وژل شوي او شل نور زخمیان شوي دي.

د چهارسدې امنیه قوماندان اعجازخان رسنیو ته وویل درې تنه بریدگر د برید په مهال په لاسي بمونو او کلاشینکوفونو سمبال وو.

د مدافع وکیلانو او قاضیانو برسیره دغې ودانۍ ته هره ورځ سلګونه خلک مراجعه کوي.

د پاکستان د دفاع وزیر د همدې اونۍ په پیل کې د جرمني په مونیخ امنیتي کنفرانس کې وویل پاکستان اوس د تیر وخت تیروتنې نه تکراروي.

هغه وویل "مونږ په پاکستان دیته متعهد یوو چې د تروریزم پرضد وجنګیږو. پخوا مو تیروتنې کړي دي، خو د تیرو درې کلونو راهیسې زمونږ اردو ښه اقدامات کړي او أراده لرو چې دوام ورکړو"

پاکستان همدا اونۍ د أفغانستان حکومت ته د ۷۶ مشکوکو تروریستانو په نوم یو لیست وسپارو او مقاماتو يي وویل چې دا ۷۶ تنه د جماعت الاحرار د ډلې غړي دي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې تروریستي فعالیتونه کوي