امير مقام: د خيبر پښتونخوا حکومت له افغانستان سره د خبرو واک نه لري

د پاکستان د سرحدونو چارو وزير امير مقام د سپټمبر پر ۲۹ په سوات کې د ګوند غړيو او خبريالانو ته په وينا کې د خیرپښتونخوا په اعلی وزیر نيوکې وکړې.

د پاکستان د واکمن ګوند مسلم ليګ نواز د خيبر پښتونخوا ايالتي مشر او د پاکستان د سرحدونو چارو وزير امير مقام ويلي دي چې د خيبر پښتونخوا اعلا وزير علي امين ګنډه پور يا ايالتي حکومت دا واک نه لري چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د "امنيت" په اړه خبرې وکړي.

نوموړي د سپټمبر پر ۲۹ (تله ۸) په سوات کې د ګوند غړيو او خبريالانو ته په وينا کې پر ګنډه پور نيوکې وکړې او زياته يې کړه چې هغه د مرکزي حکومت خلاف د "انقلاب" او "د ډز ځواب په ۱۰ ډزه" د ورکولو خبره کړې ده چې دا "څرګند بغاوت" دی.

امير مقام، ګنډه پور مخاطب کړ او زياته يې کړه: "کله وايې چي زه به له افغانستان سره په خپله خبرې کوم، له تحريک طالبان پاکستان سره به په خپله خبرې کوم. ته يې څوک او ستا مقصد څه دی او ستا هدف څه دی؟ موږ نه پوهېږو چې ته پر کوم ماموريت روان يې او ستا مقصد او تګلاره څه ده؟ داسې تګلاره په پاکستان کې نه چلېږي."

امير مقام دا خبرې تر هغه وروسته کړې چې علي امين ګنډه پور په يو ويډيويي پيغام کې د سپټمبر پر ۲۸ (تله ۷) په راولپينډۍ کې د پنجاب پوليسو لخوا د پاکستان تحريک انصاف د پلويانو د "وهلو او پر هغوی د اوښکې بهېوونکي غاز کارولو" وروسته وويل چې له دې وروسته به دوی د ډز ځواب په ډز ورکوي: "که تاسو يو ډز وکړئ، موږ به ۱۰ ډزه کوو."

تر دې وړاندې، علي امين ګنډه پور د سپټمبر پر ۱۱ (وږي ۲۱) په پېښور کې د وکیلانو ټولنې یوې غونډې ته په وینا کې وويل چې د خيبر پښتونخوا ايالت د خلکو د استازي په توګه غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په خپل ایالت کې د پرتو ستونزو په اړه مخامخ خبرې وکړي.

نوموړي زياته کړې وه: "زه وایم، پرېږدئ چې افغانستان ته یو پلاوی واستوم، هغه مو ګاونډی دی، خو هېڅوک مو پرواه نه لري، زما وینه بهېږي او تر څو به یې زغمم. "

ګنډه پور دا څرګندونې په دا وروستيو کې په خيبر پښتونخوا ايالت کې د ترهګرۍ د زياتېدونکو پېښو او د پوليسو له خوا تر احتجاجي ناستو وروسته وکړې.

د نوموړي د دې خبرو په غبرګون کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د سپټمبر پر ۱۲ (وږي ۲۲) د هغه هېواد ملي پارلمان ته په وينا کې وويل چې له بهرنيو هېوادونو سره مرکزي حکومتونه خبرې کوي او ايالتونه له بهرنيو هېوادونو سره مخامخ خبرې نه شي کولای.

نوموړي زياته کړې وه، د خېبر پښتونخوا ایالت له افغانستان سره د مذاکراتو خبره پر "فېډرېشن (مرکز) باندې نېغه حمله ده."

خواجه اصف علي امين ګنډه پور ته په اشاره ويلي وو چې د ايالت اجرايه رییس باید له داسې څرګندونو ډډه کړې وای.

په دې اړه چې کله خبريالانو د پاکستان تحريک انصاف له رهبر او پخواني لومړي وزير عمران خان څخه د خيبر پښتونخوا حکومت لخوا د مرکزي حکومت او بهرنيو چارو وزارت په شتون کې له بل هېواد سره د مستقیمې ښکېلتیا په اړه پوښتنه وکړه نو هغه وويل: "د بهرنیو چارو وزارت هېر کړئ، ترهګرۍ خیبر پښتونخوا ايالت تر ټولو زیات ځپلی دی."

عمران خان د سپټمبر پر ۱۳ (وږي ۲۳) د راولپينډۍ په اډياله زندان کې له خبريالانو سره د خبرو کولو پر مهال له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو پر ارزښت ټینګار وکړ او زياته يې کړه: "که څوک د ترهګرۍ د ختمولو هڅه کوي، همکارۍ ورسره وکړئ." هغه دا نظر رد کړ چې د ګنډه پور ارادې د دولت ضد دي. "علي امین [ګنډه پور] د هېواد په ګټه خبرې کوي نه په خلاف."

علي امين ګنډه پور تر هغه اعلان وروسته د سپټمبر پر ۱۲ (وږي ۲۲) په پېښور کې د طالبانو له سر قونسل حافظ محب الله سره په ليدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوه اړخيزو اړيکو او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

د اعلی وزير دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې هغوی د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې، د سیمه ییزې سولې او ثبات، په خيبر پښتونخوا ايالت کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د هواري او پر یو شمېر نورو مسایلو هم خبرې وکړې.

په هغه خبرپاڼه کې د ښاغلي ګنډه پور له قوله ویل شوي چې د خيبر پښتونخوا او افغانستان ولسونه مشترک ارزښتونه لري او د پولې پورې غاړې خلک په ژبني، مذهبي، کلتوري او انساني رشتو سره تړلي دي.

نوموړي زياته کړه چې د ترهگرۍ پرضد جگړه کې د دواړو خواوو خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي او اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې په سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره جدي هڅې وشي.

ګنډه پور ویلي چې د پاکستان مرکزي حکومت بايد په دې اړه يوه جرګه جوړه کړي او له گاونډي هېواد سره خبرې اترې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښو تر زياتېدو وروسته پاکستان په وار وار د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان خلاف کارېدو ته نه پرېږدي او د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) خلاف دې اقدامات وکړي. د پاکستان پوځ هم څو ځلې ويلي چې د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې دي او له هغه ځايه په پاکستان کې بريدونه کوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستانيو چارواکو دا ډول تورونه په وار وار رد کړي او ټينګار يې کړی چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. د طالبانو حکومت زياته کړې چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.

بل خوا تحريک طالبان پاکستان هم په خپلو بيانونو کې د افغانستان له خاورې پر پاکستانه د حملو ادعاوې رد کړې دي. هغې ډلې زياته کړې ده چې په افغانستان کې پټنځايونو ته اړتيا نه لري بلکې وسله وال یې په پاکستان کې دننه مېشت دي او هم هلته پر پوځ او امنیتي ځواکونو بريدونه کوي..