پاکستان وایي په کشمیر کې یې د هند ډرون ویشتلې

د پاکستان پوځ وایي په کشمیر کې یې د هند بې پیلوټه یا ډرون الوتکه ویشتلې ده. د پاکستان پوځ ویلي دا د هند دویمه بې پیلوټه الوتکه ده چې د پاکستان هوایي فضا ته داخلیږي او دوي یې ولي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال آصف غفور په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دغه الوتکه یې پرون د چارشنبې په ورځ د کنترول په کرښې کې ویشتلې.

د پوځ ویاند دا هم وایي چې د الوتکې ټوټې د پاکستان د پوځ سره دي. په اعلامیې کې ویل شوي چې پآکستاني عسکرو د سه شنبې په ورځ هم د هند یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې وه خو هند تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

د پاکستان پوځ دغه ادعاگانې یوه ورځ وروسته د هغې نه کړیدي چې د هند صدراعظم نریندرا مودي د هند یوې خبري اژانس ته په مرکې کې وویل چې د پاکستان سره جنگ کول به غلطي وي او دا چې پاکستان په یو جنگ نه اصلاح کیږي.

د هند صدراعظم دغه وینا په پاکستان کې غبرگونونه هم وپارول. د سیاسي چارو ځینو مبصرینو دغه پاکستان ته سپکاوې وبله.

د هند صدراعظم په خپله مرکه کې دا هم ویلي و چې غواړي د پاکستان سره ښې اړیکی ولري خو پاکستان خپل چلند نه سموي.