د پاکستان یوې محکمې د پخواني صدراعظم عمران خان دریم واده غیرقانوني وباله

عکس د امریکاغږ ارشیف: د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان او میرمن یې بشرا بی بی

د پاکستان تحریک انصاف ګوند وایي، د پاکستان یوې محکمې د شنبې په ورځ فبرورۍ دریمه (سلواغې ۱۴) له دریمې مېرمنې سره د پخواني صدراعظم عمران خان واده د اسلامي شریعت له مخې غیر قانوني وباله او دواړو ته یې د اوو کالو بند سزا واوروله.

دغه ګوند ویلي دي، وروسته له هغه چې پخوانی صدراعظم عمران خان د دولتي رازونو د افشا کولو په تور په ۱۰ کاله بند او د خپلې میرمنې بشرا بي بي سره یو ځای د اختلاس په تور په ۱۴ کاله بند محکوم شو، دا په یوه اونۍ کې دریمه پریکړه ده چې د کرکټ د پخواني نړیوال ستوري په شهرت باندې د برید لپاره کیږي.

عمران خان، چې د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د نه باور رایې له لارې له دندې ګوښه کړای شو، ټینګار کوي چې له هغه وخت راهیسې نږدې ۲۰۰ جرمونه چې د پوځ تر مشرۍ لاندې تاسیساتو لخوا پر هغه باندې تپل شوي دي ددې لپاره دي چې د فبرورۍ د اتمې په ټاکنو کې د هغه د ګډون کولو مخه ونیسي.

وروستی محکومیت چې د عدت په نوم په اسلامي قانون باندې متمرکز دی، دا حکم کوي چې یوه کونډه یا طلاقه شوې ښځه باید د بیا واده کولو دمخه درې میاشتې انتظار وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په یوه بیان کې ویلي: "یوې محکمې د پخواني صدراعظم عمران خان او بشرې بي بي واده غیرقانوني اعلان کړی او هر یو یې په ۷ کاله بند محکوم کړی دی."

دا پداسې حال کې دي چې بشرې بي بي د جمعې په ورځ په اډیاله زندان کې د ځانګړې محکمې غونډې ته وویل، د هغه د پخواني میړه "خاور مانیکا لخوا وړاندې شوی د طلاق سند یو جعلي سند دی."

هغې وویل: "خاور مانیکا ماته د ۲۰۱۷ په اپریل کې درې طلاقه راکړل." او زیاته یې کړه چې "ما او عمران خان د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه واده وکړ."

د عمران خان وکیل ګوهر علي خان وویل: "دا شرمناکه قضیه غیر منطقي ده. دا ټول د سیاسي اهدافو لپاره کیږي." د خان مدافع وکیل، ګوهر علي خان زیاته کړه چې د سزا حکم او د زندان شرایط به په محکمه کې وننګوي.

په ورته وخت کې د تحریک انصاف ګوند مرستیال او د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي هم د محرمو حکومتي اسنادو د افشا کولو په قضیه کې په لس کاله بند محکوم شوی دی. قریشي هم دا مهال په اډیاله زندان کې بندي دی.

عمران خان او میرمن یې په داسې حال کې په بند محکوم شوي چې د پاکستان ملي انتخاباتو ته پنځه ورځې پاتې دي او په دغو انتخاباتو کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ګډون محدود شوی دی.

ټاکل شوې چې ۱۲۷میلیونه پاکستانیان د پنجشنبې په ورځ د دغه هیواد په عامو انتخاباتو کې برخه اخلي.

که څه هم په دې ټاکنو کې د عمران خان ګوند څنډې ته شوی، خو په کمپاین او ټاکنیزو مناظرو کې ځای لري.