پاکستان کې یوې محکمې د تړلو دروازو تر شا د عمران خان محاکمه غیر قانوني وبلله

په پاکستان کې یوې فدرالي محکمې سه شنبه نومبر ۲۱ (لړم۳۰) حکم صادر کړی چې د دولتي محرمو اسنادو افشا کولو په قضیې کې د تړلو دروزاو تر شا د مخکني صدراعظم عمران خان محاکمه کیدل غیر قانوني و.

د محکمې په حکم کې چې د سه شنبې په ورځ صادر شوی راغلی: " له همدې کبله محاکمه چې د زندان په محوطې کې پداسې بڼې شوې وه چې آزادنه نشي بلل کیدی او باطله ده."

یوه ځانګړې محکمه چې یوازې یو قاضي لري، پلازمینه اسلام آباد سره نږدې په زندان کې دننه قضایي چارې پر مخ وړي چې تیره میاشت پکې عمران خان په رسمي توګه تورن شوی و.

خو ښاغلي خان ددې تورن کیدو پر ضد په لوړې فدرالي محکمې کې عریضه کړې وه او استدلال یې کاوه چې د محاکمې په ټول جریان کې د آزادې او عادلانه محاکمه کیدو لپاره یې د اساسي قانون له مخې ورکړل شوي حقوق تر پښو لاندې شویدي.

د عمران خان مدافع وکیل ویلي چې دا محکمه په زندان کې دننه یوې وړې خونې کې جوړه شوې وه او د هغه د حقوقي ټیم یوازې څو تنو غړیو ته پکې د کښیناستو اجازه ورکړل شوې وه.

مدافع وکیلانو همدارنګه ویلي چې چارواکو د عمران خان د کورنۍ غړیو او مطبوعاتو ته هم اجازه نه ورکوله چې محکمې ته ورشي.

د مخکني صدراعظم عمران خان یو مدافع وکیل سلمان راجا ویلي چې د سه شنبې ورځ د محکمې د حکم پدې معنی چې د دولتي اسرارو د افشا کولو قضیه به له سره په یوې آزادې محکمې کې د مطبوعاتو په حضور کې پیل شي.

پدې قضیې کې عمران خان پدې تورن دی د پاکستان یو محرم ډپلوماتیک کیبل چې د "شفر" په نامه پیژندل کیږي، افشا کړی.

عمران خان ادعا کړې چې همدا شفر ثابتوي چې متحده ایالاتو د پاکستان پوځ په مرستې د هغه په بې واکه کیدو نقش درلود.

دا کیبل په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان پخواني سفیر اسد مجید لیکلی.

پدې محرم کې سند کې ادعا شوې چې د جنوبي او مرکزي آسیا د چارو لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ډونالډ لو حواله ورکړل شویده.

په کیبل کې ادعا شوې چې د امریکا همدې چارواکي د پاکستان د سفیر څخه غوښتل شوي تر څو پوځ ته ووایي چې په پارلمان کې د عدم اعتماد رایې ګیرۍ له مخې عمران خان له واکه لیرې کړي، ځکه چې د اوکراین په جګړې کې د عمران خان حکومت بې پرې نقش درلود.

عمران خان د ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې په هماغې ورځ مسکو ته د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره د رسمي خبرو لپاره تللی و چې هغه په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل وکړ.

سره لدې چې امریکایي چارواکو او د پاکستان پوځ ویلي چې د عمران خان په لیرې کیدو کې لاس نه درلود خو د انټرسیپټ په نامه خپرونې د دې شفر متن د لومړي ځل لپاره د اګست په میاشت کې خپور کړ.

په عمران خان باندې د رشوت خورۍ او فساد قضیه هم ده چې له همدې کبله هغه په درې کالونو بند تیرولو محکوم شو خو یوې عالې محکمې دا سزا باطله کړله. چارواکو په سمدستي توګه عمران خان د همدې شفر په قضیې کې بیرته ونیوه او بیا یې بندي کړ.

د نظر معلومولو په تازه سروی ګانو کې معلومه شوې چې عمران خان په پاکستان کې په ملي کچه محبوبترین سیاسي مشر دی او د تحریک انصاف ګوند یې د هیواد تر ټولو ستر سیاسي ګوند دی.