د پاکستان کرکټ بورډ وايي چې په دغه هېواد کې د «سیاسي فعالیت» له کبله یې د سري لانکا او پاکستان د الف لوبډلو ترمنځ پلان شوې لوبې وځنډولې.
د پاکستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیې کې ویلي دي، چې د سري لانکا د الف او پاکستان د شاهین لوبډلو ترمنځ دوې لوبې، چې د چهارشنبې او جمعې ورځو ته د راولپنډۍ د کرکټ په سټیډیوم کې پلان شوې وې، په اسلام اباد کې د «سیاسي فعالیت» له کبله تر نامعلومې مودې پورې وځنډول شوې.
د پاکستان کرکټ بورډ په خپل ویبسایټ کې په خپور شوي بیان کې ویلي دي چې د دواړو هېوادونو د کرکټ «بورډونه به همکاري کوي چې د دغې لړۍ د بشپړولو لپاره نوي تاریخونه نهايي» کړي.
د سري لانکا الف لوبډله پاکستان ته د یو لړ سیالیو لپاره تللې وه، د پاکستان شاهین لوبډلې د دوو څلور ورځنیو لوبو لړۍ ۱-۰ وګټله، خو د یوې ورځنیو لوبو لړۍ یې وځنډول شوه.
د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان پلویان په اسلام اباد کې مظاهرې کوي. په اسلام اباد کې چارواکي وايي چې مظاهره کوونکو څلور امنیتي ساتونکي هم وژل شوي دي.
اسلام اباد ته ورغلې لارې تړل شوې وې او مقامات وايي چې «څه باندې ۹۰۰ مظاهره کوونکي» یې نیولي دي. مظاهره کوونکي د تحریک انصاف د مشر عمران خان د پرېښودو غوښتنه کوي. عمران خان د اختلاس او نورو قضیو کې تورن، محکوم او بندي شوی، خو هغه دا تورونه ردوي.
د پاکستان کرکټ بورډ داسې مهال د سري لانکا له الف لوبډلې سره د خپل هېواد د الف لوبډلې دوې لوبې ځنډوي، چې په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان د لاهور په ښار کې د سري لانکا په ملي لوبډلې، چې د لوبو لپاره دغه هېواد ته تللې وه، وسله وال برید وشو. د راپورونو په اساس، په دغه برید کې شپږ پولیس او یو موټر چلوونکی وژل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال د چمپین ټرافي سیالیو کوربه دی. په دغو سیالیو کې، چې تر نړیوال جام وروسته د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو دویم لوی ټورنمنټ بلل کېږي، اته لوبډلې: افغانستان، استرلیا، انګلنډ، بنګله دېش، پاکستان، هند، جنوبي افریقا او نیوزلنډ برخه لري. افغانستان په لومړي ځل په کې ګډون کوي.
هند ویلي دي چې پاکستان ته خپله لوبډله نه استوي، د پاکستان کرکټ بورډ د کرکت له نړیوالې شورا څخه د هند د غې پرېکړې په اړه وضاحت غوښتی. راپورونه وايي چې هند د «امنیتي اندېښنو» له کبله خپل لوبغاړي پاکستان ته نه استوي.
خو د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد کرکټ بورډ به د هند د کرکټ بورډ دا دلیل ونه مني، چې د «امنیتي اندېښنو» له کبله پاکستان ته د کرکټ لوبډله نه استوي. دوی وایي چې په تېرو دوو کالونو کې د نیوزلنډ، انګلنډ او استرالیا لوبډلو پاکستان ته سفرونه کړي دي.
دغه مطلب کې د فرانس پرس د راپور له معلوماتو څخه هم استفاده شوې.