پاکستان د یو این ایچ سي ار د اسنادو لرونکي افغان کډوال شړي- راپور

یو این ایچ سي ار وايي په اسلام اباد کې ۸۰ نیول شویو افغانانو ددغې ادارې اسناد لرل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (یو این ایچ سي ار) وايي چې له اسلام اباد څخه د افغانانو د ایستلو د پلان له مخې، پاکستان په لسګونو داسې کسان هم شړلي چې ددغې ادارې لخوا اسناد ورکړل شوي وو.

د جنوري په لومړیو دوو اونیو کې له اسلام اباد څخه ۲۸۵ کسان شړل شوي دي. د یو این ایچ سي ار د پاکستان د برخې مسئولې فلیپا کېنډلر د پنجشنبې په ورځ، جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۷)، امریکا غږ ته وویل چې د شړل شویو کسانو له جملې څخه ۸۰ کسانو د یو این ایچ سي ار د کډوالۍ ابتدايي اسناد لرل.

د کېنډلر په خبره، دا ابتدايي اسناد که څه هم افغانانو ته حقوقي پوښښ نه ورکوي، خو ښيي چې د کډوالۍ قضیه یې تر غور لاندې ده او یا هغوی په بل هېواد کې ځای پر ځای کېدو ته په تمه دي.

کېنډلر وویل چې پاکستاني مقاماتو د ښه نیت له مخې، پخوا د داسې کډوالو له شړلو څخه ډډه کړې ده چې د کومې ادارې لخوا د کډوالۍ اسناد ورکړل شوي دي.

په پاکستان کې د ترهګرۍ د پيښو له زیاتېدو سره، د ۲۰۲۳ د اکتوبر راهیسې ددغه هېواد په سطحه د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو شړل پیل شوي دي. کېنډلر زیاته کړه چې "موږ کولای شو د خپلو اسنادو په مرسته افغانان خوشې کړو."

د افغانانو د شړلو امر

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په نومبر کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال د جنوري له پیل څخه یوازې هغه افغانان په پایتخت اسلام اباد کې د پاتې کېدو حق لري چې ددې ښار د مقاماتو اجازه نامه (این او سي) ولري.

نقوي تور پورې کړ چې افغانانو د پاکستان د زنداني شوي پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو په هغه پراخ لاریون کې برخه اخیستې چې د نومبر په پای کې په اسلام اباد ورغلل او د لاریون د مخنیوي په ترڅ کې څلور پولیس، او د عمران خان د تحریک انصاف ګوند په خبره، ۱۲ لاریون کوونکي ووژل شول.

دا مطلب هم ولولئ نقوي: له ډسمبر وروسته هېڅ افغان نه شي کولای له اجازې پرته اسلام اباد کې واوسي

د پولیسو چاپې

په اسلام ابد کې افغان کډوال عنایت الله امید وايي پولیسو د جنوري په پنځمه پر هغه سیمه چاپه ووهله چې دې پکې اوسیږي. امید چې له څو نورو کسانو سره نیول شوی او د څلورو ساعتونو لپاره زندان ته وړل شوی، وویل: "دا ښه تجربه نه وه."

امید چې په افغانستان کې خبریال و، د ۲۰۲۲ په جولای کې د طالبانو لخوا د نیول کېدو له ویرې په روغتیايي ویزه پاکستان ته تللی دی. هغه وايي، په پاکستان کې د نیول کېدو وېرې یې دی او کورنۍ له سخت حالت سره مخامخ کړې ده.

امید وویل: "زما مېرمن درې ځله د ځان وژنې هڅه کړې. هر ځل چې فشار زیاتیږي هغه د ځان وژنې هڅه کوي... دا څه ډول ژوند دی؟"

دا مطلب هم ولولئ د ځینو افغان کډوالو ادعا؛ موږ اسلام اباد کې د اوسېدو اجازتنامه غواړو، خو پولیس مو نیسي

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستاني مقاماتو لخوا له افغان کډوالو د مهاجرت د اسنادو پر غوښتنې انتقاد کړی دی.

امید وايي د اسلام اباد په کمیشنرۍ کې یې د مهاجرت د اجازه نامې د ترلاسه کولو لپاره عریضه کړې، خو هغوی ورته یوازې یو رسید ورکړی او نه پوهیږي چې کله به په دغه ښار کې د پاتې کېدو اجازه نامه ترلاسه کړي.

دا مطلب هم ولولئ اسلام اباد میشتي افغان کډوال د ټاکل شوي مهلت د پای ته رسېدو له امله په وېره کې دي

نړیوال فشار

کېنډلر امریکا غږ ته وویل چې دفتر یې له پاکستان مقاماتو سره د هغو افغان کډوالو په اړه خبرې کوي چې له یو این ایچ سي ار سره راجستر دي. هغې زیاته کړه چې د طالبانو د حکومت دا ادعا چې د جنوري په لومړۍ اونۍ کې پاکستان ۸۰۰ افغان کډوال نیولي، نشي تائید کیدی.

په اسلام اباد کې د طالبانو استازي مولوي سردار احمد شکیب د چهارشنبې په ورځ له کېنډر سره وکتل او له اسلام اباد او ګاونډي راولپنډي ښار څخه د راجستر شویو افغان کډوالو د نیول کېدو او شړل کېدو په اړه یې اندېښنه شریکه کړه.

د اسلام اباد مقامات د هغو افغان کډوالو نیول ردوي چې اسناد لري او یا هم دریمګړي هېواد ته د تللو انتظار باسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په تازه اعلامیه کې ویل شوي چې د واشنګټن او لندن استازو له اسلام اباد څخه د افغانانو د شړلو په اړه له نقوي سره خبرې کړي دي. په زرګونو افغانان په اسلام اباد کې په دې تمه اوسیږي چې متحده ایالاتو او بریتانیا ته لاړ شي.

دا مطلب هم ولولئ بخښنې سازمان پاکستان ته: په خپل سر د افغان کډوالو نیول او د هغوی ځورول پای ته ورسوئ

د پنجشنبې د ورځې د اعلامیې له مخې، محسن نقوي د متحده ایالاتو له سفیر سره له کتنې وروسته وویل چې "هیڅ ناقانونه بهرنی وګړی په اسلام اباد کې د پاتې کېدو اجازه نلري."

د وزارت په یوه بله اعلامیه کې چې د پاکستان لپاره د بریتانیې د عالي کمیشنر سره د کورنیو چارو د وزیر سره د شنبې د ورځې له کتنې وروسته خپره شوې، ویل شوي: "د هیڅ داسې بهرني وګړي په خلاف اقدام ندی شوی چې قانوني اسناد لري."

شاوخوا ۳.۱ میلیون افغانان دا وخت په پاکستان کې اوسیږي چې لږ تر لږه ۸۰۰ زره یې د کډوالۍ قانوني اسناد نلري. په دې کې داسې افغانان هم شامل دي چې په پاکستان کې زیږېدلي او یا هم د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو وروسته پاکستان ته تښتېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ د سپتمبر راهیسې له پاکستان څخه ۸۱۳ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي او په دغو ۱۵ میاشتو کې لږ تر لږه ۳۸ زره افغانان په زور ایستل شوي دي.