پاکستان کې را روانې ټاکنې؛ د بلوچستان ځوانان وايي ناهیلي دي

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه ټاکنو کې د ځوانانو رایې مهمې  بلل کیږي ځکه چې شاوخوا ۴۴ سلنه پاکستاني رایه ورکوونکي د ۱۸ او ۳۵ کلونو ترمنځ دي. 

په پاکستان کې د عمومي ټاکنو په درشل کې ددغه هېواد په سویل لوېديځ بلوچستان ایالت کې یو شمېر ځوان رايه ورکوونکي وايي له سياسي ګوندونو څخه ناهیلي دي او د رایې ورکولو هوډ نلري.

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه ټاکنو کې د ځوانانو رایې مهمې بلل کیږي ځکه چې شاوخوا ۴۴ سلنه پاکستاني رایه ورکوونکي د ۱۸ او ۳۵ کلونو ترمنځ دي.

د بلوچستان مرکزي ښار کوټه دا مهال د سیاسي ګوندونو د نوماندانو په بیرغونو او پوسترونو باندې پوښل شوې ده. خو د بلوڅ زده کوونکو د اتحادیې له خوا تنظیم شوې مطالعاتي ډله کې هیڅ یو ګډونوال د رایې ورکولو پلان نلري.

ددغې شورا یو غړی عبدالطیف وايي: "زموږ سیاسي ګوندونه ناکام شوي او په بشپړه توګه ښکاره شوي دي. دوی د تعلیم، زیربنا، روغتیا او نورو اسانتیاوو چې تاسو یې فکر کوئ په وړاندې کولو کې پاتې راغلي. دې ټولو ته په کتو موږ وایو، نه، موږ به هیڅ ګوند ته رایه ورنکړو."

دا مایوسي د بلوچستان د ځوانو رایه ورکوونکو په منځ کې پراخه بلل کیږي. دا ایالت د طبیعي زیرمو په برخه کې بډای دی، خو د پرمختګ په برخه کې د پاکستان د نورو دریو ایالتونو څخه ډیر وروسته پاتې ایالت دی.

په تیرو لسیزو کې په بلوچستان کې چین د پام وړ پیسې لګولي خو دا پانګونه د ځايي اقتصاد په ښه کولو کې پاتې راغلې ده.

په ایالت کې د بهرنیو پروژو د پیل سره سم د بېلتون غوښتونکو بغاوت هم تند شوی دی. زده کوونکي وايي، په دې ایالت کې تر ټولو لویې مسئلې د خلکو جبري بې درکه کېدل او خپلسرې وژنې دي.

بلوڅ محصل احمد، وايي: "موږ چې د ژوند کولو حق نه لرو، څنګه د نورو حقونو د ترلاسه کولو تمه کولای شو؟"
د بې درکه کسانو د بیرته راستنیدو لپاره یو نوی غورځنګ جوړ شوی دی. ماهرنګ بلوڅ، تېر دسمبر د ټول هېواد نه د احتجاجونو لړۍ تر اسلام اباد ورسوله، او کوټې ته د ستنېدو پر مهال یې د اتلانو په څېر هرکلی وشو. د هغې ایتلاف، د بلوڅ یووالي کمیټې ژمنه کړې چې له پارلماني سیاست څخه به لیرې وي.

اغلې بلوڅ وايي: "په لیرې پرتو سیمو کې ظلم دی هلته خلک په خپلو حقونو پوه نه دي. موږ غواړو چې هلته لاړ شو، له خلکو سره ووینو او هغوی وپوهوو چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي."

ماهرنګ بلوڅ دغه راز وویل: "دا د دولت او پارلمان مسؤلیت دی چې د خلکو حقونه ورکړي. زموږ د حرکت له لارې موږ غواړو چې دوی دې ته اړ کړو چې خپل کار وکړي."

څارونکي وايي د بلوچستان لږ نفوس د پاکستان په پارلمان کې د نورو ایالتونو په پرتله خورا لږ ارزښت لري او په پالیسي جوړونه کې اکثره له پامه غورځول کیږي.

ډیری اندیښنه لري چې په بلوچستان کې ځوان رایه ورکوونکي په دموکراسۍ باور له لاسه ورکوي. دوی وايي، دا نه یوازې د سیاستوالو لپاره، بلکې د پاکستان د دولت لپاره هم بده ده.