پاکستان: له افغانستان څخه د امریکايي وسلو ستنول د سیمې امنیت سره مرسته کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو څخه د امریکايي پاتې شویو وسلو او تجهیزاتو بیرته ستنول به د سیمې امنیت سره مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د امریکايي وسلو او تجهیزاتو په شتون باندې یو ځل بیا اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د امریکا د متحده ایالاتو د هرې هغې هڅې څخه چې ددغو وسلو د بیرته ترلاسه کولو لپاره یې ترسره کوي ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ مارچ شپږم (کب ۱۶) اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د طالبانو څخه د امریکايي پاتې شویو وسلو او تجهیزاتو بیرته ستنول د سیمې امنیت سره مرسته کوي.

شفقت علي خان یو ځل بیا ادعا وکړه چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ څخه پاتې شوې وسلې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" په ګډون د تروریستي ‌ډلو لاس ته ورغلي دي او ددغو وسلو څخه د پاکستان د امنیتي ځواکونو په خلاف کار اخیستل کیږي.

هغه وویل: "زمونږ اندیښنه داده چې تروریستانو په پاکستان کې ددغو وسلو څخه په عملیاتو کې کار اخیستی دی. مونږ دا مسله مطرح کړې ده. که چیرې د امریکا متحده ایالات ددغو وسلو د بیرته ستنولو لپاره هرډول هڅه ترسره کړي دا به د سیمې د عمومي امنیت د ښه کیدو لپاره ګټور اقدام اوسي".

د شفقت علي خان د وینا پراساس دوه ورځې دمخه د پاکستان د صدراعظم د مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار مایک والټز سره د تیلیفون له لارې د خبرو یو اصلي محور د طالبانو څخه د امریکايي ځواکونو د وسلو او تجهیزاتو بیرته اخیستلو مسله وه.

اسحاق ډار په دغه ټیلیفوني اړیکه کې په افغانستان کې د امریکا د پوځ څخه د پاتې شویو وسلو د بیرته ستنولو په اړه د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له څرګندونو هرکلی کړی دی.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په ۲۶ـ کب اتم) وویل چې د دفاع وزیر پیت هګست ته یې ویلي چې له افغانستان څخه دې د امریکايي وسلو او تجهیزاتو د ستنولو ارزونه وکړي.

ټرمپ ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په افغانستان کې د بګرام هوايي ډګر به بیرته ترلاسه کړي پرته د کومې ځانګړي وړاندیز د وړاندې کولو وویل: "فکر کوم چې مونږ باید تجهیزات بیرته ترلاسه کړو. پیت ته مې ویلي چې دا مسله وارزوي. مونږ د میلیونونو، لسګونو میلیاردو ډالرو نوي تجهیزات پریښي دي. تاسو وګورۍ هغوی یې هرکال نندارې ته وړاندې کوي".

د طالبانو حکومت د امریکايي وسلو د ستنولو په تړاو د امریکا د جمهور رئیس ددغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې طالبانو دا وسلې او تجهیزات په غنیمت کې نیولي او ورڅخه د هیواد د ساتلو لپاره کار اخلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهدد مارچ په دوېیم ( کب ۱۲) د طالبانو تر کنټروړل لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې د امریکا د جمهور رئیس څرګندونې احساساتي یادې کړې او ویې ویل چې هیله لري چې د جمهور رئیس ټرمپ سلاکاران به هغه ته ددغو وسلو او تجهیزاتو په اړه دقیق او سم معلومات ورکړي.

ذبیح الله مجاهد وویل: " ... هغه وسلې نیول شوي دي، هغه تیرې ادارې ته د دوی ترلاس لاندې ورکړل شوې وې، اسلامي امارت [طالبانو حکومت] په غنیمت نیولې او مونږ ددغو وسلو په مټ د هیواد ساتنه کوو."

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو اود پخواني جمهوري رژیم د ړنګیدو څخه وروسته په زیاته اندازه هغه وسلې او پوځي تجهیزات، چې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا پخواني جمهوري رژيم ته سپارل شوي وو د طالبانو لاس ته ورغلل.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د اټکل له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د پخواني جمهوري رژیم د ړنګیدو پرمهال په افغانستان کې د پوځي الوتکو، نقلیه وسایطو او اسلحو په ګډون د ۷.۱۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او پوځي تجهیزات په افغانستان کې موجود وو.