درانی: یو منزوي افغانستان څخه د سپتمبر د یولسمې پیښې په څیر پیښې بیا تکراریدلی شي

اصف درانی چې روانه میاشت کې له خپلې دندې ګوښه شو د ۲۰۲۳کال د مې په مياشت کې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی و.

افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له خپل حکومت غوښتي چې د ملګرو ملتونو د ۷۹ عمومي غونډې د ګډونکوونکو هیوادونو مشرانو څخه دې طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د بوخت پاتې کیدوغوښتنه وکړي او دا ځکه چې ددغه پخواني دپلومات په وینا د افغانستان منزوي کیدل به د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ پيښې د بیا تکرار سبب شي.

اصف دراني، چې د افغانستان په اړوند د پاکستان د حکومت د پالیسۍ سره د اختلاف له امله د سپتمبر په دوېیمه اونۍ کې له خپلې دندې ګوښه شوی، د سه شنبې د ورځې ناوخته سپتمبر ۲۴ ( تلې ۳مه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د خپل حکومت څخه دا غوښتنه کړې ده.

هغه لیکلي: " په داسې حال کې چې د نړۍ ټول مشران په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې راغونډ شوي، پاکستان باید چې د نړیوالې ټولنې څخه طالبانو سره د بوخت پاتې کیدو غوښتنه وکړي. یو منزوي افغانستان به د سپتمبر د ۱۱ د بیا تکراریدو لپاره د تروریستانو په پناه ځای بدل شي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان لپاره ددغه هیواد ځانګړی استازی اصف درانی د سپتمبر له لسم (وږي ۲۰) څخه وروسته نور ددغه هیواد ځانګړی استازی نه دی او له دندې ګوښه کړای شوی دی.

اصف درانی د ۲۰۲۳کال د مې په مياشت کې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی و.

د ملګرو ملتونو ۷۹ عمومي غونډې ته نړیوال مشران د خپلو حکومتونو په استازیتوب د ویناو لپاره د روانې اونۍ له پیل راهیسې نیویارک ته رسیدلي دي.

د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۴( تلې ۳مه) دغې غونډې ته د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په خپله وینا کې د یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د اېستلو په اړه د خپلې پرېکړې ننګه وکړه.

بایډن چې په خپلو خبرو کې په نړۍ کې د شخړو په ختمېدو ټېنګار کاوه، د نړۍ مشرانو ته وویل: "کله مې چې د ولسمشر په توګه دنده پيل کړه، افغانستان د ویتنام ځای نیولی و او د امریکا په یوې اوږدې جګړې بدل شوی و. هوډمن وم چې ختمه یې کړم او دا کار مې وکړ."

نوموړي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل: "دا پرېکړه سخته خو سمه وه. د امریکا څلورو ولسمشران له دغې پرېکړې سره مخامخ شوي وو، خو زه هوډمن وم چې دا پرېکړه پنځم ولسمشر ته پرېنږدم."

جوبایډن وویل چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل له تراژېدۍ سره مل وو، هغه د تخلیې د ماموریت په مهال د کابل د هوايي ډګر په مخکې ځانمرګي برید ته اشاره وکړه، چې په کې د ۱۳ امریکايي ځواکونو په ګډون شاوخوا ۱۷۰ تنه ووژل شول.

بایډن وویل چې تل د هغو ۲۴۶۱ امریکایي سرتېرو په اړه، چې په افغانستان کې وژل شوي، فکر کوي. هغه زیاته کړه چې ۲۰۷۷۴ امریکايي سرتېري د افغانستان په جګړې کې ژوبل شوي دي.

اصف دراني د افغانستان د منزوي کیدو د پایلو په اړه دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندې کړي، چې دملګرو ملتونو یو شمیر لوړ پوړو چارواکو افغانستان کې بشري وضعیت او په ځانګړي ډول د طالبانو د مشر له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون د توشیح وروسته ویلي چې ددغه قانون نافذیدو سره په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام لا د ستونزو سره مخ کړی دي.

د سولې او سیاسي چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزمري دیکارلو، دغه قانون ته په غبرګون کې ویلي و چې د دغه قانون پلي کیدل به نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام مخه ونیسي.

میرمن دیکارلو لیکلي: " د [اخلاقو قانون] چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د حاکمو چارواکو [طالبانو] له خوا خپور شوی په بشري حقونواو ازادیو باندې په ځانګړي ډول د ښځو پر حقونولا محدودیتونه لګوي. دا بې حسه دی. که چیرې پرې عمل کول دوام ومومي دغه قانون یوازې نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د ستنیدو مخه نیسي."

همداشان د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سپتمبر ۱۸ (وږي۲۸مه) غونډې ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا وویل په داسې حال کې چې نړۍ د طالبانو له حکومت سره د تعامل هڅه کوي، د طالبانو حکومت پرېکړې او په خاص ډول د "امر بالمعروف او نهي عن المنکر" د قانون انفاذ د "واقعي تعامل په اړه" منفي پیغام لري او دا قانون له پامه نه شي‌ غورځول کېدای.

میرمن اوتنبایوا وویل چې دا پرېکړې د طالبانو او نړۍ ترمنځ واټن پیدا کوي او په خبره یې طالبان د دې په ځای چې د افغانستان د خلکو ستونزو ته پام وکړي،‌ "شدیدې تګلارې خپلوي."

خو طالبانو پر ملګرو ملتونو باندې ددې له امله نیوکې کړی چې ددغې ډلې استازی یې ولي ۷۹ عمومي غونډې ته نه دی بللی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي چې دغې غونډې ته د طالبانو د استازي نه بلل به د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ فاصلې لا زیاتې کړي.

هغه ادعا کړې چې په داسې حال کې چې طالبان د خلکو ملاتړ او په افغانستان باندې واکمن دي او بیا هم دې غونډې ته د طالبانو استازي ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

هغه ویلي: "دغسې یو حالت هیڅ کومه مسله نشي هوارولی مګر پرځای درز لا ژوروي او دا د د افغانستان اسلامي مارات [طالبانو حکومت] سره د بوختیا د پالیسۍ پر خلاف دی کوم چې ملګري ملتونه یې د تعقیب [ پالسۍ] ادعا کوي."

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ لا هم د مخکني جمهوري حکومت له خوا د ګمارل شوي دپلومات نصیر احمد فایق له خوا اداره کیږي. که څه هم ملګرو ملتونو پریکړه کړې چې افغانستان استازی ددغې ټولنې د رایو اچونې په بهیر کې ګډون نشي کولای، خو لا هم یې طالبانو ته ددغې څوکۍ د سپارلو څخه ډډه کړې ده.