هند: چې پاکستان کې ترهګري ختمه نه وي، ورسره کرکټ نکوو

د هند د لوبو وزیر وايي ترهګري او ورزش نه سره یو ځای کیږي

هند وايي تر څو چې د سرحد اغاړې په پاکستان کې ترهګري ختمه شوې نه وي، له دغه هېواد سره د کرکټ سیالۍ نه کوي.

د هند د لوبو وزیر ویجی ګویل وویل "ترهګري او ورزش هېڅکله له یو بل سره نشي یو ځای کېدلی نشي". هند تل پاکستان تل تورن کړی چې تل ترهګر روزي او بیا یې د هند پر ضد جنګ لپاره استوي.

ښاغلي ګویل دا خبره داسې مهال کوي چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ ( مۍ ۲۹) د پاکستان او هند د کرکټ بورډ چارواکي په دوبۍ کې سره وویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ په ممکنه سیالیو سره وغږیږي.

په همدې حال کې د جون په څلورمه نېټه به پاکستان او هند د چمپینز لیک سیالیو کې له یو بل سره مخامخ کیږي او د کرکټ لوبه به کوي. البته د ښاغلي وجی هدف د پاکستان او هند ترمنځ د لوبو لړۍ او سیریزونه دي، هغه لوبې په کې شاملې نه دي چې په نړیوال جام، اسیا کپ، چمپیزن لیګ او نورو کې سره مخامخ کیږي.

د هند او پاکستان ترمنځ د شوي تړون په اساس دواړه هېوادونه باید له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د کرکټ شپږ سیریزونه یا د لوبو لړۍ وکړي. خو هند په ۲۰۱۵ کال کې پاکستان ته د خپلې لوبډلې له استولو انکار وکړ.

د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سر له کلونو کلونو راهېسې لانجه روانه ده او ډېر کله دغه سیاسي ستونزه د هغوی د کرکټ په سیالیو هم تاثیر کوي.

په ۲۰۰۹ کال کې په پاکستان کې د سرېلنکا پر لوبډلې وسله والو برید وکړ او له هماغه را وروسته د کرکټ نړیوالې شورا پاکستان کې په نړیوالو لوبو او دغه هېواد ته د نړیوالو لوبډلو پر ورتلو بندیز ولګوه.

اوس پاکستان هڅه کوي چې د کرکټ نړیواله شورا قانع کړي چې دغه هېواد ته نړیوالې لوبډلې واستوي. دا په داسې حال کې ده چې د همدې اونۍ په پیل کې د افغانستان او پاکستان د کرکټ بورډونو موافقه وکړه چې د ۲۰ اورونو دوه دوستانه لوبې به په کابل او پاکستان کې کوي.

پر دې سربېره دواړو خواو وویل چې د کرکټ نورې سیالۍ به هم کوي، خو په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د کرکټ بورډ دا پرېکړه د خلکو له تند غبرګون سره مخامخ شوه.

له دغو نیوکو او انتقادونو وروسته د کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل په خپل فیسبوک کې ولیکل چې له پاکستان سره یې کومه پرېکړه نه ده کړې او د خپلو خلکو د خوښې خلاف به کوم کار هم نه کوي.