په پاکستان کې په تیرو څو اونیو کې د مختلفو ورځپاڼو او ټیلویژوني چینلونو سره کار کونکي خبریالان وایي چې د بیسارې سانسورنې سره مخ دي.
د پاکستان ځینې مشهورو خبریالانو ویلي دي چې د پښتون تحریک په اړه د تبصرو نه منع کړل شویدي.
سانسورونه یا سنرشپ د پاکستاني خبریالانو لپاره کومه نوي خبره نده. د پاکستان په تاریخ کې د مختلفو پوځي واکمنانو د حکومت په وختونو کې د پاکستان خبریالان د یوې سختې پالیسۍ سره مخ شويدي. خو په وروستیو کې ځینیو خبریالانو په خپلو ټولنیزو رسنیو گیله کړیده چې د یو بیسارې سانسور سره مخ دي.
د پاکستان یو مشهور خبریال بابر ستار په خپل ټویټر ولیکل چې رسنۍ د پښتون ژغورنې د تحریک په اړه د هر ډول تبصرې د خپرولو نه منع کړی شویدي. هغه په خپل ټویټ کې ولیکل،
"رسنیو ته ویل شوي چې د پښتون تحریک نوم نه اخلي. جیو او جنگ دواړه لدی لپاره وتړل شول چې په حساسه موضوگانو رپورټونه نه خپروي. زما مقاله د پښتون تحریک او د ځبونکي حکومت ترمنځ د اړیکو په اړه ده."
Media is banned from mentioning #PTM. Geo-Jang shut down/ordered not to touch sensitive topics. So my Saturday column couldn%27t be published #TheAgeOfFreelyControlledMedia.The debate triggered by #PTM is about coercive relationship btw citizen & Pakistani state. My weekly piece: pic.twitter.com/MlQffWR7ia
— Babar Sattar (@Babar_Sattar) April 14, 2018
د پاکستان یوې بلې ورځپاڼې دي نیش د لیکوالې گل بخاري مقاله چې د پښتون تحریک په اړه یې لیکلي وه، هم خپره نکړه. هم دغه ډول د جنگ ورځپاڼې د خبریال وجاهت مسعود مقاله هم خپره نه کړه.
په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوهان اکثر پوځي او استخباراتي مشران په گوته کوي. د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال ډاکټر محمد تقي په خپل ټویټر د سانسورۍ تور د پوځ په مشر لگوي. هغه لیکي
ہم تو صاف کہتے ہیں:یہ جو زباں بندی ہےاس کے پیچھے وردی ہے ... چھوٹی موٹی وردی نہیں ، جنرل باجوہ کی وردی#PressInChains #Pakistan https://t.co/EFDQX1sjxZ
— Mohammad Taqi (@mazdaki) April 18, 2018
د نیویارک ټایمز یوه مقاله چې د پښتون تحریک په اړه یې لیکلي ده، هم د پاکستان د رسنیو سلوک یادوي، مقاله وایي چې د پیښور په غونډې کې د پنځلسو زرو پورې کسانو گډون وکړ خو د پاکستان مطبوعاتو بیخي د پامه وغورځوله. مقاله زیاتوي چې د پښتون تحریک غړي او پاکستاني رسنۍ د یو ډول فشار سره مخ دي.
نه یواځې دا چې د پښتون تحریک په اړه رسنۍ د سخت فشار سره مخ دي، د دی علاوه تیره اونۍ د پاکستان د تر ټولو مشهور ټیلوژني چپنل جیو نیوز نشرات په ټول پاکستان کې بند شول.
جیو د څو ورځو د بندیز نه وروسته بیرته نشرات پیل کړل خو دا معلومه نده چې د کوم ډول معاملې نه وروسته ورته اجازه ورکړل شوه چې خپرونې کولی شي.
خبریال طلعت حسین چې د جیو سره کار کوي، د ادارو لخوا د رسنیو په گواښولو یې سخته اندیښنه څرگنده کړیده.
خبریال وجاهت مسعود د امریکاغږ اردو څانگې ته وویل چې دا نه یواځې سانسوري ده خو د هغې نه هم زیات څه دي. د ٢٠١۴ کال نه راپدیخوا په مختلفو چینلونو سخت فشار موجود دی.
خبریال مبشر زیدي وایي چې د تیرې یو لسیزې په مودې کې په لومړنې ځل د هغه مقاله نده خپره شوي. هغه لیکلي چې په بحثونو دا ډول بی هدفه بندیزونه مثبت اقدام ندی.
For the first time in over a decade, @thenews_intl has refused to publish my column. This unnecessary muzzling of debate is not healthy. Strong nations cultivate robust debate. Weak ones fear it. Pakistan is stronger than it is being allowed to be. pic.twitter.com/rLR20xVdAW
— Mosharraf Zaidi (@mosharrafzaidi) April 17, 2018
خبریالان اندیښنه څرگندوي چې دا ډول فشار به سختې منفي پایلې ولري او د ٢٠١٨ د انتخاباتو په نتایجو هم اغیز کولی شي.