د پاکستان د مخابراتو ادارې د غیرقانوني سیم کارتونو بندولو دوهم پړاو پیل کړی

د پاکستان د مخابراتو ادارې ویلي چې په دويم پړاو کې به هغه سيم کارتونه بندېږي چې موده يې تر ۲۰۱۷م کال وړاندې پای ته رسېدلې وي او تمديد شوي نه دي.

د پاکستان د مخابراتو ادارې د غیرقانوني سیم کارتونو د بندولو لپاره د عملیاتو دوهم پړاو پیل کړ ی او د هغو کسانو سيم کارتونه بندوي چې شناختي کارتونه يې تر وخت تېر شوي وي.

د سپټمبر پر دويمه (وږی ۱۲) د مخابراتو ادارې ويلي چې په لومړۍ مرحله کې يې هغه سيم کارتونه بند کړي چې پر جعلي او منسوخ شويو شناختي کارډونو اجرا شوي وو، او په دويم پړاو کې به هغه سيم کارتونه بندېږي چې موده يې تر ۲۰۱۷م کال وړاندې پای ته رسېدلې وي او تمديد شوي نه دي.

د مخابراتو ادارې چارواکو ويلي چې د اګست له ۱۶مې نېټې راهيسې له ۶۹۰۰۰ زيات غيرقانوني سيم کارتونه يې بند کړي او د دې عمل لپاره يې معلومات د شناختي کارتونو او نورو اسنادو جوړولو له ادارې (نادرا) څخه تر لاسه کړي ول.

چارواکي زياتوي چې په درېيمه مرحله کې به د مړو شويو کسانو په نومونو راجستر شوي سيم کارتونه بند شي.

د مخابراتو ادارې دا خبرداری هم ورکړی چې جعلي سيم کارتونه د مختلفو غیرقانوني فعالیتونو لپاره کارول کېږي چې په هغوی کې ترهګري، مالي درغلي او نور جرايم شامل دي.

يادې ادارې ولس ته مشوره ورکړې چې د سيم کارتونو لپاره تر وخت تېر شناختي کارتونه تمديد کړي.

تر دې وړاندې، په پاکستان کې د مالیاتو د راغونډولو ادارې پر غوښتنه، د هغه هېواد د مخابراتو ادارې ۸۵۰۰۰ داسې سيم کارتونه بند کړي وو چې کاروونکو يې ماليه نه وه ورکړې.

د ماليو راغونډولو ادارې په يو بيان کې تاييد کړې چې د ۹۰۰۰۰ ماليو نه ورکوونکو کسانو معلومات يې د مخابراتو له مرکزي ادارې سره شريک کړي دي.

د ماليو راغونډولو ادارې وياند ويلي چې د هغو کسانو سيم کارتونه به د ماليو له تحويلولو وروسته بحال کړل شي.

ویاند زیاته کړې: "تر اوسه ۱۴۰۰۰سیم کارتونه وروسته له هغه فعال شوي چې اشخاصو خپله مالیه ورکړې او د فعال مالیه ورکونکو په لیست کې شامل شوي دي.