عارف علوي د پاکستان نوی ولسمشر شو

د پاکستان نوی ولسمشر عارف علوي

د پاکستان قومي اسمامبلې، سنا مجلس او د ولایتي اسامبلو وکیلانو د سه شنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم عمران خان نژدې همکار عارف علوي د هیواد د ولسمشر په توگه وټاکه.

د پاکستان د پارلمان دوو مجلسونو او څلور ولایتي اسامبلو ولسمشرۍ ته د دریو نومانو نه ښاغلی علوي د هیواد د جمهور رئیس په توگه انتخاب کړ.

د جمعیت علمای پاکستان مشر مولانا فضل رحمان، چې د مسلم لیک نواز گوند یې ملاتړ کاوه او د پاکستان د پیپل پارټۍ یو مشر اعتزاز احسن پدې ټاکنو کې د ښاغلي علوي سیالان وو.

د پاکستان پارلماني انتخابات د جولای میاشتې په ٢٥ وشول چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف گوند وگټل، خو دغه گوند ونشو کړای چې په پارلمان کې اکثریت څوکۍ ترلاسه کړي. دې گوند د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره د څو نورو کوچنیو گوندونو ایتلاف وکړ.

که څه هم چې په پاکستان کې د ولسمشرۍ څوکۍ یو نمایشي مقام دی، خو د عارف علوي په ټاکلو سره اوس ولسمشر او صدراعظم دواړه د تحریک انصاف گوند غړي دي.

ښاغلی علوي چې دمخه د غاښونو ډاکتر و د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د واکمن گوند تحریک انصاف له بنسټ ایښوونکو څخه دی. هغه لومړی ځل په ٢٠١٣ کې د کراچۍ ښار نه ځان پارلمان ته کاندید کړی و او د ٢٠١٨ کال د جولای د ٢٥ په انتخاباتو کې یو ځل بیا د هغه هیواد د پارلمان غړیتوب ترلاسه کړ.

د پاکستان د جمهور رئیس په توگه د ښاغلي علوي په ټاکلو سره د تحریک انصاف گوند موقف نور هم غښتلی شو.

دا پداسې حال کې دي چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت د هیواد د پوځي لگښتونو د کړکیچ په گډون د ښختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او دا ځکه چې په تیر یو کال کې د امریکا متحده ایالاتو دې هیواد ته شاوخوا ۸۰۰ میلیون ډالر مرستې ځنډولي او یا هم بندې کړې دي.

د اقتصادي بحران تر څنگ دا هیواد د ترهگرۍ ضد مبارزې په اړوند د نړیوالو فشارونو سره مخامخ دی. بلخوا دا هیواد د نړۍ له هغو هیوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون په وجه یې زیات تاوانونه گاللي دي او ددې هیواد ٢٠٠ میلونه نفوس د اوبو له کموالي سره هم مخامخ دی.