د پاکستان د نوي پارلمان غړیو لوړه وکړه

د پاکستان د پارلمان د غړو د لوړې په مراسمو کې د عمران خان یو پلوي د هغه ماسک اغوستی دی.

په پاکستان کې ددې میاشتې له عمومي ټاکنو درې اونۍ وروسته ددغه هېواد د نوي پارلمان غړیو د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۹ (کب ۱۰) لوړه وکړه.

د فبرورۍ د اتمې ټاکنې چې پکې د پراخو درغلیو تورونه لګول شوي، په داسې حال کې ترسره شوې چې پخوانی صدراعظم عمران خان زنداني شوی او له کاندیداتورۍ منع شوی و، او د هغه د تحریک انصاف پر ګوند پراخ بندیزونه لګېدلي او غړي یې نیول شوي وو.

په ټاکنو کې د عمران خان پلوي کاندیدانو د بل هر ګوند په پرتله ډیرې څوکۍ وګټلې خو د پوځ ملاتړ لرونکي مسلم لیګ نواز ګوند د یو ایتلافي حکومت د جوړولو له لارې په حکومت کې د تحریک انصاف د نه شریکولو تابیا کړې ده.

د ایتلاف د موافقې له مخې، پخوانی صدراعظم شهباز شریف به په راتلونکو ورځو کې د نویو وکیلانو له خوا یو ځل بیا صدراعظم وټاکل شي.

دا مطلب هم ولولئ پاکستان کې په ائتلافي حکومت موافقه وشوه؛ شهباز شریف صدراعظم او زرداري به جمهور رئیس وي

په اسلام اباد کې د ملي اسامبلۍ ۳۳۶ غړو د پنجشنبې په سهار په داسې حال کې لوړه وکړه چې د عمران خان پلویانو دغو مراسمو ته له ځان سره د عمران خان تصویرونه راوړي وو او ځینو یې د هغه ماسکونه اغوستي وو.

د تحریک انصاف ګوند غړو او پلویانو دغو مراسمو ته د پخواني صدراعظم نواز شریف او د مسلم لیګ نواز د ګوند د نورو لوړپوړو غړو د رارسېدو پر مهال د مسلم لیګ د ګوند له پلویانو سره شعارونه تبادله کړل.

د عمران خان پلویان د پارلمان د غړو د لوړې په مراسمو کې.

د تحریک انصاف ګوند سرپرست مشر ګوهر علي خان د پارلمان د غړیتوب دپاره د لوړې کولو پر مهال خبريالانو ته وويل: "په ډموکراسۍ کې، پارلمان يو مقدس ځای دی. هغه کسان چې د خلکو باور او ژمنتیا نلري، باید دلته ناست نه وي."

ګوهر علي خان د پارلمان د حاضرۍ د لاسلیک کولو پر مهال، په لاس کې یو پوسټر نیولی و چې پرې لیکل شوي و "عمران خان خوشې کړئ." خو دغه لحظه د پاکستان د دولتي تلویزیون له ژوندۍ خپرونې څخه لیرې کړل شوې ده.

د راتلونکي ایتلافي حکومت دپاره د مسلم لیګ نواز او پاکستان پیپلز ګوند د موافقې پر اساس ټاکل شوې ده چې د پیپلز ګوند اصف علي زرداري ته د ولسمشرۍ څوکۍ ورکړل شي.

د نوي حکومت دپاره د کابینې غړي لا تراوسه نه دي اعلان شوي.

شنونکي وايي د پاکستان په ۲۴۰ میلیون نفوس لرونکي هېواد کې به راتلونکی ایتلافي حکومت له پراخو اقتصادي او امنیتي بحرانونو سره مخامخ وي.

څارونکو دا خبرداری هم ورکړی چې په رایو کې د درغلیو د تورونو په وجه ښايي د راتلونکي حکومت د مشروعیت په اړه هم پوښتنې وشي.

که څه هم د عمران خان پلویانو له تمې زیاتې رایې ګټلي خو نوموړی ادعا کوي چې واک ته د هغه د ګوند د رسېدو د مخنیوي دپاره په ټاکنو کې ټګي برګي شوې ده