پاکستان د ککړې هوا له کبله د مارکیټونو وخت محدودوي او نور فعالیتونه بندوي

د ککړچاپیریال له پلوه لاهور تر ټولو ککړ ښار بلل کېږي

د پاکستان حکومت په لاهور کې د ککړ چاپېریال او ککړې هوا له کبله د پیدا شویو ناروغیو د مخنیوي لپاره د مارکیټونو او هټیو کاري ساعتونه کم کړي او په عمومي ځایونو کې یې اکثریت فعالیتونه بند کړي.

حکومتي چاروکي‌ وايي چې دا محدودیتونه له دوشنبې نومبر ۱۱ (لړم ۲۱) څخه پیل شوي دي.

په لاهور کې د ککړ چاپیریال له کبله ښوونځي، تعلیمي‌ ادارې، پارکونه او ژوبڼونه تړل شوي او چارواکي وايي دا محدودیتونه به د نومبر تر ۱۷مې نېټې پورې وي.

د پنجاب حکومت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ککړې هوا له کبله په ملتان، فیصل اباد او ګوجرانواله کې د سترګو، ستوني او نوري مکروبي ناروغۍ زیاتې شوې او په روغتونونو کې د مریضانو شمېر هم ډېر شوی.

د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې په دغو محدودیتونو کې له مذهبي مراسمو پرته، ورزشي چارې، نندارتونونه، په رستورانتونو کې ګډ کېناستل او دا ډول نور فعالیتونه به بند وي. همدغه راز درملتونونه، د تېلو زېرمې (ستېشنونه) د شېدو او اړوندو تولیداتو، میونو او سابه وو هټۍ به خلاصې وي، خو د ماسختن په اتو به جو به بندېږي.

د ککړ چاپېریال او ککړې هوا له پلوه د لاهور ښار په نړۍ تر ټولو بد ښار بلل کېږي. د جنوبي اسیا په ډېرو هېوادونو د موسم له یخ کېدو وروسته چاپیریال او هوا ککړ شي، ځکه چې په یخ موسم کې لوګي او دوړې زیاتېږي او دا څرګندېږي.

پاکستان ادعا کوي چې چاپیریال یې د هند له کبله ککړ شوی او بادونه له هند څخه دا لوګي ور انتقالوي. هند هم له دې پلوه کړېږي. د هند سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د نوي ډهلي حکومت ته لارښوونه وکړه چې په اور لوبې باندې بندیز ولګوي. د هند د دیوالي جشن په ګډون په دودیزو میلو کې خلک اور لوبې کوي‌ او پټاقۍ الوځوي چې لوګي یې چاپیریال ککړوي.