د امپاکس وژونکې ساري ناروغي؛ پاکستان کې لومړنۍ قضیه ثبت شوه

امپاکس

پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ، اګست ۱۶ (زمري ۲۶)، په دغه هېواد کې د امپاکس (د بیزو تڼاکې) د لومړنۍ قضیې د ثبت کېدو خبر په داسې حال کې ورکړ چې په نړیواله کچه ددغې وژونکې ناروغۍ د خپرېدو اندېښنې زیاتې شوي دي.

د افریقا په کانګو کې په دغې ناروغۍ باندې د ۲۰۲۳ د سپتمبر راهیسې په سلګونو کسان مړه شوي او بورونډي، کینیا، روانډا او یوګانډا ته یې له خپرېدو وروسته د روغتیا نړیوال سازمان په نړیواله کچه د روغتیا بیړنی حالت اعلان کړی دی.

له افریقا بیرون هم ددغه ویروس یوه ډیره وژونکې بڼه ثبت شوې. د سویډن د عامې روغتیا ادارې د پنجشنبې په ورځ په دغه هېواد کې د امپاکس د "کلاډ ۱-بي" بڼې د یوې قضیې د ثبت کېدو خبر ورکړ.

د سویډن د عامې روغتیا د ساري ناروغیو د برخې مسئول مګنس ګیسلان په یوې خبرپاڼې کې وویل چې ناروغ کس د افریقا هغې برخې ته د سفر پر مهال په ویروس اخته شوی چیرې چې "د امپاکس کلاډ-۱ بڼه په پراخه توګه خپره شوې ده."

د پاکستان د روغتیا وزارت په خبرپاڼې کې سمدستي ندي ویلي چې په دغه هېواد کې ثبت شوې قضیه د امپاکس کومه بڼه ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ناروغۍ اخته کس "د خلیج له یو هېواد څخه ورغلی دی."

د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا رئیس ارشاد روغاني وویل چې دا ۳۴ کلن ناروغ دا وخت په دغه ایالت کې تر درملنې لاندې دی او له ناروغ څخه اخیستل شوې وینه د معایناتو لپاره اسلام اباد ته لېږل شوې ده.

په سویډن کې د امپاکس د قضیې له ثبت کېدو وروسته د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې دغه ناروغي ښايي د اروپا نورو هېوادونو ته هم ورسیږي.

د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن کې د دې سازمان د اروپا سیمه ایز دفتر وویل چې دوی له سویډن سره خبرې کوي چې څنګه دا قضیه اداره کړي.

د سازمان په یو بیان کې ویل شوي: "په سویډن کې د امپاکس کلاډ-۱ ثبت کېدل زموږ د نړۍ د یو بل سره تړاو څرګندوي. دا اړینه ده چې موږ دا [ناروغي] له مسافرینو یا هیوادونو او سیمو سره و نه تړو."

په بیان کې زیاته شوې چې پر سفر محدودیتونه او د پولو تړل د ناروغۍ په مخنیوي کې ګټور نه ثابتیږي.

چین د جمعې په ورځ وویل د راتلونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې به دغه هېواد ته تلونکي خلک او توکي د امپاکس لپاره معاینه کوي.

دا ناروغي په کانګو کې متمرکزه ده ، چې شاوخوا ۱۰۰ میلیون نفوس لري.

د کانګو د روغتیا وزیر سمیول راجر کامبا پدې اونۍ کې په یو ویډیويي پیغام کې وویل چې په دغه هېواد کې سږکال ۱۶۰۰۰ د امپاکس احتمالي قضیې او له دې کبله د ۵۴۸ کسانو مړینه ثبت شوې ده.

هغه وویل چې حکومت د "امپاکس پروړاندې د واکسین کولو ملي ستراتیژیک پلان" ځای په ځای کړی، او د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره د نورو اقداماتو پلي کولو هڅه کوي.

دا ویروس پخوا د بیزو د تڼاکو په نوم یادېده او په لومړي ځل په ۱۹۵۸ کې په ډنمارک کې په هغو بیزوګانو کې وموندل شو چې د څیړنو لپاره ساتل کیدې. دا ناروغي په انسانانو کې په لومړي ځل په ۱۹۷۰ کې په کانګو کې وموندل شوه.

امپاکس یوه ساري ناروغي ده چې په دې ویروس د اخته څارویو څخه انسانانو ته انتقالیږي او د فزیکي تماس له لارې د انسانانو ترمنځ خپریږي.