پاکستان کې د هلیکوپټر لوېدو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

عکس - ارشیف

د پاکستان د 'مري پټرولیم شرکت' چارواکي وايي چې د دغه شرکت د یوې الوتکې د رالوېدو په نتیجه کې لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي دي.

ددغه شرکت د شنبې په ورځ، سپتمبر ۲۸ (تلې اوومه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه هلیکوپټر کې چې د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پیښې ښکار شو، ‌د درې روسي پیلوټانو او عملې په ګډون، ۱۴ کسان سپاره وو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په پېښه کې شپږ کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي. ټپیان د درملنې لپاره پوځي روغتون ته انتقال شوي دي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي،‌ چې د پېښې لامل د هلیکوپټر ماشین خرابوالی و او د کومې تخریبې کړنې هېڅ نښې ندي موندل شوي.

د چارواکو په وینا، دغه الوتکه د تېلو یوې ساحې ته د لیدنې په موخه روانه وه.

د پېښې په تړاو، د پاکستان حکومت د بشپړې پلټنې امر کړی، تر څو د پېښې دقیق لامل معلوم شي.

'مري پټرولیم' په پاکستان کې د تېلو د اکتشاف او تولید یو له سترو شرکتونو څخه دی، چې په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو کې فعالیت لري.