پاکستان هر کال د فرورۍ پنځمه نیټه د کشمیر د ولس سره د خواخوږۍ او د هغوي د خپلواکۍ د حق سره د ملاتړ د څرگندولو په مناسبت لمانځي
د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د هندي کشمیر د ولس په پلوۍ احتجاجونه وشول چې د خپل راتلونکي د ټاکلو حق ولري او بشري حقونه یې خوندي شي. له بلې خوا پولیسو د پښتون تحفظ تحریک د غړي ارمان لوڼي د قتل ضد احتجاج کونکي نیولي دي.
د پاکستان د صدراعظم په شمول په لسگونو تنو حکومتي او پوځي مامورانو د کشمیریانو د اساسي حقونو په ملاتړ پیغامونه خپاره کړل. صدراعظم عمران خان په خپل ټویټ کې ولیکل:
The brutality of Indian security forces in Occupied Kashmir has rallied all Kashmiris together in their demand for freedom from Indian Occupation. The Indian army is not fighting insurgents but an entire people in IOK. All freedom loving ppl in the world must stand with Kashmiris
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) February 5, 2019
"نن په کشمیر کې د هغه ځای ولس د هند د عسکرو د ظلمونو خلاف لاریون کړیدی چې د هند د قبضې نه ځانونه ازاد کړي. د هند پوځ د یاغیانو سره نه بلکه د کشمیر د ټول ولس سره جنگ کوي. پکار ده د نړۍ ټول په ازادۍ مین کسان د کشمیریانو ملاتړ وکړي."
د یادونې وړ ده چې عمران خان تر اوسه پورې د ارمان لوڼي په اړه ټویټ یا کومې خرگندونې ندي کړي.
د عمران خان د دغه ټویټ په ځواب کې د بشري حقونو ځینو فعالانو په هغه پورې ملنډې وکړي چې په خپل ملک کې یې د پښتنو او بلوڅانو سره ناوړه چلند کیږي او خان د گاونډیانو غم خوري.
د پښتون تحریک مشر منظور پښتون د خپل ملگري ارمان لوڼي د قتل په ضد د احتجاجونو غږ کړی و چې په ځواب کې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې احتجاجونه وشول.
د پاکستان پولیسو تروسه پورې په لسگونه تنه نیولي دي.
د اسلام اباد د مطبوعاتو د دفتر مخې ته احتجاج کونکو کې د تحریک یوه مخکښه ملاتړي گلالۍ اسماعیل هم نیول شویده.
د گلالۍ اسماعیل خور شغلې گلالۍ د عمران خان ټویټ ته په ځواب کې لیکلي
حکومت کی بربریت نے تمام پشتون قوم کو بھی انصاف اور آزادی کے مطالبے پر یکجا کر دیا ہے۔ ملک بھر میں آج پشتون ارمان کے لیے یکجا ہوئے تھے لیکن ان کو گرفتار کر لیا گیا۔ امران صاحب سرحد پار دیکھنے سے پہلے ملک کے اندر بھی جھانک لیں۔ لگتا ہے آپکو اپنے کالے چشموں میں دکھائی نہیں دیتا۔
— Shughla Ismail (@Shughla1) February 5, 2019
"ټول پښتانه د حکومت د ظلم خلاف یوموټی شویدي. نن په ټول ملک کې خلک د ارمان لوڼي لپاره را یوځاې شوي و خو حکومت ونیول.عمران خان، د گاونډي ملکونه نه مخکې په خپل ملک یو نظر وکړه. باید تا ته په دغو تورو چشمو کې څه نه ښکاري."
د پاکستان د مالي چارو وزیر اسد عمر د کشمیریانو سره د خواخوږۍ څرگندولو په هدف یو ټویټ وکړ.
د بشري حقونو فعالې مدیحه طاهر ورته څه داسې ځواب ووایه:
It is an insult to the Kashmiri struggle to use it as a cover for the crimes of the state against #PTM - detaining peaceful protesters, killing them, and charging them with false terrorism cases. https://t.co/Ib8aKWlxGp
— M.T. (@Madi_Hatter) February 5, 2019
"دا د کشمیریانو مبارزې ته سپکاوی دی چې دا دې د پي ټي ایم خلاف د جنایتونو د پټولو لپاره استعمال شي. د پي ټي ایم سوله ایز غړي نیول کیږي، قتل کیږي او د ترهگرۍ دروغ قضیې پرې جوړیږي."
د پاکستان پولیسو د پي ټي ایم د غړیو له قوله د ٩٠ کسانو نه زیات احتجاج کونکي نیولي دي.