د پاکستان په پنجاب ایالت کې د افغانانو په نامه د زرګونو پښتنو پيژندپاڼې نیولې شوي

عکس (ارشیف)

د پاکستان د ګڼ نفوسه ایالت پنجاب په مرکز لاهور کې میشت پښتانه وايي، چې ددغه هیواد د پیژند پاڼو یا شناختي کارتونود ویشلو ملي ادارې "نادرا" یې کارتونه ترې نیولي دي، چې له کبله یې ټولې چارې په ټپه درېدلې دي.

د دوی په وینا چې نیکونه او پلرونه یې په افغانستان کې په ۱۹۷۸ کال د ثور تر کودتا لا کلونه وړاندې پاکستان ته کډه شوي ول او په اویایمه لسیزه کې یې د دغه هېواد پېژندپاڼې (شناختي کارتونه) جوړې کړې وې او د سږني کال د فبرورۍ اتمې په ټولټاکنو کې یې رای هم کارولې وې خو اوس یې تر پلټنو لاندې راوستي دي.

د رختونو یو سوداګر احمد خان نیازي امریکا غږ ته وویل، چې د دوی د نږدې اووه زره کسانو شناختي کاروتونه یې نیولي دي، چې له امله يې په یوه لوی جنجال کښېوتي دي.

نوموړی زیاتوي چې کله د نادرا دفتر ته ورشي نو هغوی ترې د پخواني صدراعظم ذوالفقار علي بوټو د مهال اسناد غواړي:”نو موږ يې اوس له کومه کړو، له موږ سره پخواني هغه لاس لیکل شوي کارتونه وو خو چې کله کمپویټري شناختي کارتونه راکړل شو، هغه خو مو بیا پکار نه ول، نو لادرکه شوي دي.“

احمد خان نیازي ادعا کوي، چې، پولیس یې د افغان په نامه او په یوه یا بله پلمه ځوروي.

په لاهور کې زوکړی عبدالله هم له ورته ستونزو سرټکوي، له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل چې ډېر پخوا یې پلار د افغانستان له کندوز څخه پاکستان ته کډه شوی وو او د دې ملک شناختي کارټونه لري، خو اوس پولیس ورسره ډېر بد چلند کوي

هغه وویل:” همدا اوس اوس مو د یوه خپلوان زنګ راغی چې موږ په رېل ګاډي کې له کراچۍ څخه راروان یو او اته ښځې او دوه سړي راسره دي، د پنجاب په سیمه صادق اباد کې پولیسو ټول ونیول او ورته يې ویل چې تاسو افغانان يې، تاسو به له پاکستانه باسو، نو یو ځای بل ځای مو زنګونه ووهل او دغه خلک مو له پولیس تاڼې را خوشي کړل. یو جنجالي ژوند کوو.“

بل پلو په لاهور کې د شناختي کارتونو د ملي ادارې "نادرا" یو غړي د موضوع د حساسیت په وجه نه يې غوښتل چې نوم يې خپور شي، امریکا غږ ته وویل دا یوازې په لاهور کې نه دي، بلکې د پنجاب په نورو ولسوالیو لکه سیالکوټ، ساهېوال، ګوجرانواله ګوجرات، ملتان خانېوال او داسې نورو یوشمېر ولسوالیو کې د مشکوک افغانانو کارتونه يې ترې نیولي دي او پلټنې یې کېږي.

یاده دې وي چې پاکستان د پروسږ کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې په دغه هېواد کې میشت د اسناده افغان کډوالو اېستلو بهیر پیل کړی دی چې د حکومتي شمېرو له مخې تر شپږ سوه زره زیات زیات افغان کډوال یې خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

خو د دغه هېواد په سیند او پنجاب ایالتونو کې پښتانه بیا بیا شکایت کوي چې پولیس یې ځوروي او شناختي کارتونه یې نیسي، خو د تېر سرپرست حکومت چارواکو به بیا بیا ویل چې دوی په دې هېواد کې میشت یوازې بې اسناده افغان کډوال باسی.