د پاکستان پارلمان د عمران خان ضد د نه باور رای ګیرۍ بهیر پیل کړ

ټاکل شوې د پاکستان ملي اسامبله د جمعې په ورځ د نه باور په غوښتنې رای ګیري وکړي.

د پاکستان پارلمان دوشنبه مارچ ۲۸ (وري۸) د واک څخه د عمران خان د لیرې کولو لپاره د نه باور یا عدم اعتماد رای ګیرۍ بهیر پیل کړ.

د ښاغلي خان سیاسي مخالفینو تور لګولی چې د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ اوسني حکومت د هیواد بهرني پالیسي او اقتصادي چارې په سمه توګه ندي سمبالې کړي خو ښاغلی خان دا تورونه ردوي او د نه باور رای ګیري "بهرنۍ دسیسه" بولي.

ټاکل شوې چې د پاکستان د ملي اسامبلې ۳۴۲ غړي د نه باور د رای ګیرۍ په غوښتنې د پنجشنبې په ورځ بحث وکړي او تر بحث کولو یوه ورځ وروسته به رای ګیري وشي او معلومه به شي چې آیا عمران خان په واک کې پاتې کیدی شي که نه.

سره لدې چې صدراعظم عمران خان ویلي د مبارزې کولو پرته نه تسلمیږي او د صدراعظمۍ د مقام څخه استعفا نه ورکوي خو د یو سیاسي مخالف ګوند مشر شهباز شریف د نه باور غوښتنې یوه برخه په ټلویزیون کې ولوستله.

پدې غوښتنې کې راغلي، " که صدراعظم د دې خونې (ملي اسامبلې) باور د لاسه ورکړي، د صدراعظمۍ مقام پریږدي".

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند په ۲۰۱۸ کال کې عمومي انتخابات وګټل خو په پارلمان کې د اکثریت څوکۍ نه درلودو په خاطر یې ائتلافي حکومت جوړ کړ.
سره لدې چې د تحریک انصاف ګوند یو شمیر غړیو تازه د سیاسي مخالفینو سره لاس یو کړی خو ۶۹ کلن عمران خان وایي چې حکومت یې لا هم د پارلمان د اکثریت غړیو تر منځ ملاتړ لري.


یوازې د تحریک انصاف ګوند غړي ندي چې د ښاغلي خان سره لاره بیله کړې بلکې د هغه د ائتلافي حکومت یو شمیر غړیو هم خبرداری ورکړی چې د پالیسۍ پر سر د اختلاف له کبله د عمرن خان ملاتړ نکوي.

صدراعظم عمران خان باید د ملي اسامبلې د ټولو ۳۴۲ څوکیو څخه ۱۷۲ یې وګټي چې په واک کې پاتې شي.

سره لدې چې د تحریک انصاف ګوند تیره ورځ په اسلام آباد کې یوه لویه غونډه پدې خاطر رابللې وه چې خپل سیاسي قوت وښیي خو سیاسي مخالفین او خپلواک مبصرین وایي چې د پاکستان پوځ د عمران خان د ملاتړ څخه لاس اخیستی.

داسې ګمانونه هم شته چې پوځ د عمران خان په صدارعظم کیدو کې لاس درلود او اوس سیاسي مخالفین هڅوي چې په پارلمان کې د نه باور رایه ګیرۍ غوښتنه وکړي.

په پارلمان کې د ملاتړ د جلبولو په تازه هڅې کې د عمران خان حکومت دوشنبه ناوخته د پاکستان مسلم لیګ – ق ګوند سره تړون وکړ چې او موافقه یې ورسره وکړله چې د پنجاب ولایت د اعلی وزیر مقام به دې ګوند ته ورکوي.

سره لدې چې ځینې پدې اند دي چې دا تازه تړون ښایي د نه باور رای ګیرۍ ملاتړ کوونکو لپاره یوه ضربه وي خو سیاسي مخالفین چې اوس په پارلمان کې ۱۶۳ څوکۍ لري، پدې ټینګار کوي چې لا هم د عمران خان د لیرې کولو لپاره په کافي اندازه رایې لري.