د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: پاکستان د غرب غلام نه دی چې هره غوښتنه یې ومني 


د پاکستان صدر اعظم عمران خان
د پاکستان صدر اعظم عمران خان

تېره اونۍ په پاکستان کې د لویدیځو هېوادونو استازو له اسلام اباد څخه غوښتي وو چې په اوکراین باندې د روسیې یرغل وغندي، خو عمران خان وايي چې پاکستان د هغوی «غلام» نه دی چې هره غوښتنه یې ومني.

په پاکستان کې د ۲۲ هېوادونو د دپلوماتیکو ماموریتونو مشرانو د مارچ په لومړۍ نېټه د یوې اعلامیې له لارې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي وو چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل د غندلو په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي‌غونډې د پرېکړې ننګه وکړي.

په دې ډول د داسې یوې اعلامیې خپرول بیساري بلل کېږي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دپلوماتیکو اصولو خلاف وباله.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په یوې سیاسي غونډې کې دغې اعلامیې ته په اشارې وویل: « تاسو زموږ په اړه څه فکر کوی؟ موږ ستاسو غلامان یو... تاسو چې هر څه وايی موږ یې وکړو؟»

پاکستان، چې د لویدیځ متحد بلل کېږي، په ملګرو ملتونو کې د روسیې د یرغل د غندلو لپاره یې له رایې ورکولو ډډه وکړه. هند هم په دې اړه رایه نه وه ورکړې او عمران خان همدې مسئلې ته په اشارې وویل: «غواړم د اروپايي ټولنې له سفیرانو وپوښتم چې ایا هند ته مو هم همداسې یوه اعلامیه لیکلې ده؟» نوموړي شکایت وکړ چې پاکستان په افغانستان کې په جګړې کې له لویدیځ تر څنګ د درېدو له کبله زیان لیدلی او په خبره یې د دې په ځای چې وستایل شي، غندل کېږي.

کله چې روسیې په اوکراین یرغل پیل کړ، څو ساعته وروسته د پاکستان صدراعظم عمران په کرملین کې د روسیې له ولسمشر ویلاديمیر پوتین سره ولیدل. نوموړي وویل چې پاکستان له امریکا،‌ روسیې او چین سره ملګری دی او بېطرف به وي او له نورو سره به په ګډه د جګړې ختمولو لپاره کار کوي.

نن دوشنبه په اوکراین باندې د روسیې د یرغل دولسمه ورځ ده او د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو عالي کمېشنري وايي چې په دغې جګړې کې تر دې دمه ۳۵۱ ولسي خلک وژل شوي‌ او ۷۰۷ نور ژوبل دي.

په جګړې کې د دواړو اړخونو زرګونه سرتېري هم وژل شوي او ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG