د عمران خان د نیولو لپاره د پاکستان د پولیسو هڅه ناکامه شوه 

په پاکستان کې پولیس وايي افسرانو یې د یکشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب ۱۴) د پخواني صدراعظم عمران خان د نیولو هڅه وکړه، چې د څو قانوني قضیو په وړاندې مبارزه کوي او په حکومت فشار راوړي چې د وخت دمخه انتخابات وکړي.

پولیس منصبدار د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد څخه په لاهور کې د عمران خان کور ته چې د هغه په سلګونو پلویانو محاصره کړي رسیدلي، خو ندي توانیدلي چې هغه ونیسي.

د اسلام اباد پولیسو په یو ټویټ کې ویلي، "د اسلام اباد د پولیسو یوه ډله د عمران خان د نیولو لپاره لاهور ته رسېدلې چې د محکمې له حکمونو سره سم عمل وکړي."

پولیسو همداشان ویلي دي چې: "عمران خان تسلیمیدو ته لیوال ندی - د پولیسو مشر د هغه خونې ته تللی و، خو عمران خان هلته نه و."

د عمران خان د نیولو امر وروسته له هغه صادر شو چې هغه د فبرورۍ په ۲۸ مه د فساد په قضیه کې محکمې ته حاضر نه شو.

ښاغلی خان په دې تورن دی چې د خپلې واکمنۍ په ترڅ کې ترلاسه شوي ډالۍ او د ترلاسه شویو ډالیو د پلور څخه ترلاسه شوې ګټې یې ندي رپوټ کړي.

د قانون له مخې حکومتي چارواکي باید ټولې ډالۍ اعلان کړي، خو اجازه لري چې د یو ټاکلي ارزښت څخه ټیټې ډالۍ د ځان لپاره وساتي.

د عمران خان د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي په لاهور کې خبریالانو ته وویل: "موږ د اسلام اباد د پولیسو لخوا خبرتیا ترلاسه کړې - په دې خبرتیا کې د [خان] نیول کېدو کوم حکم نشته." او زیاتوي چې دوی به له خپلو وکیلانو سره مشوره وکړي او قانوني بهیر به تعقیب کړي.

د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس د پاکستاني محکمو قضیې اکثره زیات وخت نیسي چې د حقونو څارونکي پرې د سیاسي اپوزیسیون د ځپلو په خاطر نیوکې کوي.

خان، چې تیر کال د یو لاریون په ترڅ کې په ډزو ولګید او ژوبل شو، هڅه یې کړې چې په پارلمان کې د عدم اعتماد د رای وروسته ددې هیواد سیاست ګډوډ کړي.

هغه د اعتراضونو له لارې پر حکومت فشار راوړي چې د اکتوبر تر میاشتې پورې د وخت دمخه انتخابات وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې د څه دپاسه ۲۲۰ میلیون نفوس لرونکی هیواد پاکستان د انفلاسیون د ډیریدو، د بهرنیو اسعارو د زیرمو د کمښت سره مخامخ دی او هڅه کوي چې د خپل سخت اقتصادي کړکیچ نه د وتلو لپاره د نړیوال وجهي صندوق نه پور ترلاسه کړي.

د دې حالت نه د وتلو لپاره، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په ۲۰۱۹ کې د نړیوال وجهي صندوق سره د ۶.۵ میلیارد ډالرو پور د معاملې د بیا ژوندي کولو لپاره په مبارزه بوخت دی.