د لاهور انتظاميه: د پي ټي آی په غونډه کې به افغان بيرغ نه رپول کېږي

د لاهور د انتظامي له خوا د غونډې د جوړیدو لپاره په ۴۳ شرطونو کې اتم شرط دا دی چې د افغانستان بيرغ به نه رپول کېږي او دغې کیدونکې غونډې ته به په پيسو باندې افغان کډوال نه راوستل کېږي

د پاکستان د پنجاب ايالت د لاهور ولسوالۍ اداري چارواکو پاکستان تحریک انصاف "پي ټي آی" ته په دغه ښار کې د سپټمبر پر ۲۱ (وږي ۳۱) د ولسي غونډې د جوړولو رسمي اجازه ورکړې خو ددې غونډې پر تنظیموونکو يې ۴۳ شرطونه اېښي دي.

د لاهور د انتظامي مشر (ډپټي کميشنر) د دفتر له خوا په ورکړل شوې اجازت نامه کې ليکل شوي چې دا غونډه به د اصلي پلان شوي ځای "مینار پاکستان" پرځای د لاهور پر رینګ روډ کاهنه سيمه کې د ماسپښين له درو بجو څخه د مازيګر تر شپږو بجو ترمنځ وخت کې کیږي.

د غونډې په ۴۳ شرطونو کې اتم شرط دا اېښودل شوی چې "د افغانستان بيرغ به نه رپول کېږي او دغې کیدونکې غونډې ته به په پيسو باندې افغانان نه راوستل کېږي."

د دې غونډې لپاره په يو بل شرط کې ليکل شوي چې د خېبر پښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډه دې د سپټمبر پر اتمه د کړيو "توندو څرګندونو له امله عامه بخښنه وغواړي."

د سپټمبر پر اتمه (وږي ۱۸) د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد سره نېږدې په سنګجاني سيمه کې د پي ټي آی د بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان د راخوشې کولو لپاره وربلل شوې ولسي غونډې ته د هغه ګوند يو مخکښ او د خېبر پښتونخوا اعلی وزيرعلي امين ګنډه پور ويلي وو چې دوی به هېچا ته د عمران خان د پوځي محاکمې اجازه ورنه کړي.

نوموړي زياته کړې وه: "که حکومت په دوو اونیو کې عمران خان خوشې نه کړ، نو خپله به يې له اډیالې زندان څخه راوباسي."

هغه دا هم ويلي وو چې که د پنجاب حکومت دوی ته په لاهور کې د جلسې کولو اجازه ورکوي يا يې نه ورکوي، پي ټي آی او پښتانه به په هر صورت لاهور ته له "ډول باجې او ورا" سره ځي.

عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اګست له پنځمې راهیسې د درغلیو په قضيو کې د راولپنډۍ په اډیالې زندان کې بندي دی چې د خوشې کولو لپاره یې د ګوند مشرانو او غړو يوشمېراحتجاجونه کړي چې وروستی هغه يې د سپټمبر پر اتمه له اسلام اباد سره نېږدې په سنګجاني سيمه کې ولسي غونډه وه.

د سپټمبر اتمې له ولسي غونډې وروسته د پي ټي ای يو شمېر مشران او غړي پوليسو ونيول او پر هغوی يې د ترهګرۍ او د عامه نظم د خرابولو قضيې درج کړې.

په لاهور کې د سپټمبر ۲۱ غونډې په شرطونو کې دا هم ليکل شوي چې "هغه کسان چې هغوی د اسلام اباد په جلسه کې د کرکجنو ويناګانو په تور تر محاکمې لاندې دي، د لاهور په غونډه کې د ګډون يا د غونډې پر دريځ د ظاهرېدو اجازه نه لري."

بلخوا د پاکستان تحريک انصاف مشرانو ويلي چې هغوی به په ګڼ شمېر کې د لاهور په غونډه کې کډون کوي. د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت وياند قانون پوه بېرسټر سيف ويلي چې د سپټمبر پر ۲۱سهار به د خيبر پښتونخوا له صوابۍ څخه د اعلی وزير علي امين ګنډه پور په مشرۍ "د خلکو سمندر " د لاهور پر خوا روانېږي.