سعودي شهزاده د پاکستان سره د ٢٠ ملیارده ډالرو تړونونه لاسلیک کړل

شهزاده سلمان د پاکستان سره د ٢٠ ملیاردو ډالرو د ارزښت تړونونه لاسلیک کړیدي.

د سعودي عربستان دولتي ټلویژون د ولیعهد محمد بن سلمان په پاکستان کې د دغه ملک د مشرانو سره د ملاقات نه وروسته ویلي دي چې سعودي د پاکستان سره د ٢٠ ملیاردو ډالرو د ارزښت مختلف تړونونه لاسلیک کړل

د پاکستان صدراعظم عمران خان د ولیعهد سلمان سره د ملاقات په وخت هغه ته په پاکستان کې د سرمایه کارۍ له کبله مننه وویله او د دواړو ملکونو اړیکې یې تاریخې وبللی.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان پاکستان ته په رسیدو شاهانه هرکلې وشو.

د سعودي ولیعهد د سفر په مهال په ټول پاکستان او په خاصه توگه په اسلام اباد او گاونډي سیمې راولپنډۍ کې سخت امنیتي انتظامات شویدي.

ولیعهد ته د طیارې نه د راښکته کیدو وروسته د ٢١ توپونو سلامي ورکړل شوه او د دغه مهال عالي دولتي تشریفات شوي و.

د پاکستان صدراعظم عمران خان او د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه د ولیعهد هرکلي ته ولاړ و او ښاغلي خان محمد بن سلمان په خپله په یو موټر کې د صدراعظمۍ ماڼۍ ته بوتلو.

محمد بن سلمان به د خپلې دوه ورځنۍ دورې په مهال د صدراعظم په ماڼۍ کې پاتې شي چیرته چې د هغه لپاره سخت امنیتي انتظامات شویدي. د ښاغلي سلمان د حفاظت لپاره د پاکستاني امنیتي عسکرو تر څنگ د سعودي امنیتي عسکر هم موجود دي.

په پاکستان کې حکومتي چارواکو په خپل ټویټر محمد بن سلمان ته هرکلې ویلی او دا یې د پاکستان او سعودي عربستان د اړیکو یو نوی دور بللی دی.

د یادونې وړ ده چې دا د ولیعهد محمد بن سلمان د ولیعهد په توگه پاکستان ته لمړنی سفر دی.

پاکستان نیت لري چې د محمد بن سلمان ته به د پاکستان تر ټولو لوړپوړي مدني جایزه د پاکستان نښان هم ورکړي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر محمود قریشي ویلي دي چې سعودي عربستان به په پاکستان کې د ٢٠ ملیاردو ډالرو د پانگه اچونې اعلان وکړي.