د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي ولیعهد پاکستان کې له طالب استازو سره ګوري


د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان چې ټاکل شوې سبا پاکستان ته سفر وکړي د دغه هېواد د چارواکو ترڅنګ د افغان طالبانو له استازو سره هم وګوري.

د پاکستان یوې حکومتي سرچینې رويټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا لیدنه کتنه په افغانستان کې د روانې ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه د پيل شوو هڅو یوه برخه ده.

دغه چارواکو ویلي چې پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې مهم رول تر سره کړی چې په دې وروستیو کې دغه هڅې نورې هم پراخې شوي دي.

محمد بن سلمان سبا یکشنبې پر یو لړ مسايلو د بحث لپاره پاکستان ته سفر کوي چې ټاکل شوې د انرژۍ د سکټور په برخه کې د لس میلیارډو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي.

رویټرز اژانس د دوو پاکستاني چارواکو په حواله ویلي چې ښاغلی سلمان به د فبرورۍ میاشتې پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د طالبانو له استازو سره وګوري.

دغه پاکستاني چارواکي‌ ویلي: "که څه هم دا ډېره پټه موضوع ده، خو ځینې شواهد وجود لري چې د طالبانو استازي له بن سلمان سره پاکستان ته د هغه د سفر پرمهال وګوري."

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو هم تېره اونۍ خبر ورکړ چې د دوی یو پلاوی به د راتلونکې دوشنبې په ورځ په پاکستان کې د دغه هېواد له صدراعظم عمران خان او امریکايي پلاوي سره وګوري.

پاکستاني چارواکو رویټرز اژانس ته ویلي په داسې حال کې چې د طالبانو استازي له عمران خان او امریکايي پلاوي سره ګوري د سعودي ولیعهد هم غواړي د طالبانو سره وګوري.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي‌ دفتر رهبرۍ رویټرز اژانس ته ویلي چې د عربستان له ولیعهد سره کتل د دوی په پلان کې نشته، او وایي کله چې اسلام اباد ته ورسېږي په دې اړه به خبرې وکړي.

تر دامهاله د سعودي او پاکستان د بهرنیو چار وزارتونو په اسلام اباد کې د سعودي د ولیعهد او طالبانو د کېدونکي ملاقات په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG