یو پاکستانی پلاوی د طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی

طالبانود حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پاکستاني پلاوي ددغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني سره په کتنه کې هغه ته د خلیل الرحمان حقاني د وژل کیدو په اړه خواخوږي څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ یو پلاوی د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی دی.

محمد صادق چې د ځانګړي استازي په توګه تازه بیا ګومارل شوی، د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۴( مرغومې څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه لیکلي چې کابل ته د دوشنبې د ورځې ناوخته د رسیدلو پرمهال ورته د طالبانو د حکومت د لوړ پوړو چارواکو له خوا هرکلی ویل شوی دی.

هغه لیکلي: "هغه د لنډ مهاله افغان حکومت [طالبانو حکومت] د وزیرانو سره په مختلفو ساحو کې د دواړخیزې همکارۍ د پراخیدو او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ورورګلوۍ اړیکو ته د لا پرمختګ لپاره ګټورو او معنی لرونکو لیدو کتنو ته سترګې په لار دی."

د طالبانود حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د پاکستاني پلاوي سره کتلي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي او شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو بحث وکړ."

ددې خبرپاڼې پر اساس، دغه پلاوي د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف، د هغه مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له لوري د خلیل الرحمن حقاني د وژل کیدو په اړه د تسلیت مراتب هم سراج الدین حقاني ته وړاندې کړي او د هغه د کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې د محمد صادق له قوله ویل شوي: "موږ ژمن یو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې په ګډو هڅو حل کړو، ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او ولسي اړیکې لا پیاوړې شي."

ټاکل شوې چې دغه پاکستانی پلاوی به د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره هم د سه شنبې په ورځ خبرې وکړي.

محمد صادق د روان ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په څلورمه ( لیندۍ ۱۴) د پاکستان د حکومت له خوا د اصف دراني د ګوښه کیدو وروسته یو ځل بیا د افغانستان لپاره ددغه هیواد د ځانګړي استازي په توګه وګمارل شو.

اصف درانی د ۲۰۲۳ کال د مې په مياشت کې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی و، د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې له خپلې دندې ګوښه شو.

محمد صادق چې په افغانستان کې د پاکستان د سفیر په توګه د کار ترڅنګ د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان له خوا د ۲۰۲۰ کال د جون په مياشت کې د افغانستان لپاره ددغه هیواد ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی و، د ۲۰۲۳ کال دمارچ په مياشت کې یې د ناڅرګندونو دلایلو له مخې له خپلې دندې استعفا وکړه.

د ځانګړي استازي په توګه د بیا ګومارل کیدو نږدې دوه اونۍ وروسته دا کابل ته د محمد صادق لومړی سفر دی. هغه د دغه سفر دمخه په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د سفارت شارژدافېر سردار احمد شکېب سره د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحق ډار د کتنې پر مهال د د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډسمبر پر نهمه (ليندۍ ۱۹) د ایکس پر ټولنيزه شبکه لیکلي وو چې شکېب او ډار په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزارت په دفتر کې د افغانستان سره پر "ژورو" اړیکو خبرې وکړې او "موافقه" یې وکړه چې دا اړیکې "پیاوړې" کړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي، د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ویلي چې په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزو مسایلو، سیمه ایز اتصال، افغان کډوالو، محصلینو او نورو اړوندو چارو خبرې شوي دي.

پاکستان يو له هغو هېوادونو څخه دی چې په افغانستان کې يې خپل سفارت د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې پرانیستی پریښې دی او په اسلام اباد کې یې د طالبانو د حکومت استازي د دپلوماټانو په توګه منلي دي، خو لا هم یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

افغانستان ته د محمد صادق په مشرۍ دغه پاکستاني پلاوي په داسې حال کې سفر کړی چې د اوږدې مودې راهیسې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان د ډلې (ټي ټي پی) څخه د طالبانو د حکومت د ملاتړ پر سر اړیکې ډیرې سړې دي.

د پاکستان د پوځ په ګډون ددغه هیواد چارواکو په پرله پسې ډول پر طالبانو باندې د ټي ټي پي د ډلې وسله والو ته د پناه ورکولو او ددغې ډلې د وسله والو له خوا د پاکستان پرخلاف د افغانستان د خاورې د کارولو تورونه لګولي دي.

خو د طالبانو حکومت هم په پرله پسې ډول دا تورونه رد کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرخلاف وکاروي.

سلطان محمود غزنوي ته د خواجه اصف سپکاوی

کابل ته د پاکستانيپلاوي د سفر سره هم مهاله د طالبانو حکومت د سلطان محمود غزنوي د شخصیت په اړه ددغه هیواد د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د سپکاوي ډکو څرګندونو ته تند غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت رسنیو ته په استولې یوه اعلامیه کې د سلطان محمود د شخصیت په اړه ددغه پاکستاني چارواکي وروستۍ څرګندونې "ګستاخانه" بللي دي.

هغه ویلي: "د افغانستان اسلامي امارت [ طالبانو حکومت] د خواجه آصف دغه بې مسئولیته خبرې په کلکه ردوي او دا له تاریخي واقعیتونو څخه د خواجه آصف ناخبري بولي. تاریخ شاهد دی چې سلطان محمود غزنوي رحمة الله علیه هرځل د مظلومو ولسونو خصوصا د مسلمانانو د نجات او آزادۍ لپاره هند او نورو سیمو ته تللی و... دا چې د پاکستان د دفاع وزیر په کچه اشخاص دومره له حقایقو څخه ناخبره وي، د تأسف ځای دی."

د پاکستان د دفاع وزیر یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ويلي چې سلطان محمود غزنوي هندوستان ته د لوټ تالان لپاره تګ او راتګ کاوه او ګواکي خواجه آصف سلطان محمود غزنوي د کوم قهرمان په توګه نه مني.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ویلي چې یو پاکستانی مسئول په داسې حال کې د سلطان محمود غزنوي په اړه "ګستاخانه" څرګندونې کوي چې د همدې هېواد په دفاعي میزائیلو باندې د محمود غزنوي نوم ايښودل شوی دی.