د سولې د خبرو لپاره لومړی باید سرتاسري اوربند وشي- موګریني

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره کابل ته تر تګ مخکې اسلام آباد ته تللې وه

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فدریکا موګریني کابل ته راغله او له افغان چارواکو سره یې پر سوله، ټاکنو او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

هغه کابل د سه شنبې په ورځ (مارچ۲۶) کابل ته راغله، مېرمنم فدریکا کابل ته تر سفر مخکې اسلام اباد ته تللې وه.

اغلې موګریني په ارګ کې له ولسمشر غني سره ګډ خبري‌ کنفرانس ته وویل چې اروپايي ټولنه د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي او زیاته یې کړه، چې نور لوبغاړي هم په دغه بهیر کې مهم رول لري.

نوموړې د خپلو خبرو په جریان کې د ملګرو ملتونو، پاکستان، ایران، روسیې، امریکا او د چین نومونه یاد کړل. اغلې موګریني زیاته کړه چې پاکستان ته د سفر پرمهال پاکستاني چارواکو ورته ویلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ مذاکراتو پیلېدو ملاتړ کوي.

نوموړې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیلېدو په اړه د اروپايي ټولنې اجنډا داسې بیان کړه " لومړی باید سرتاسري اوربند رامنځته شي، دوهم د خبرو اترو یو ملي مذاکراتي ټیم چې د افغانستان د ټولو خلکو استازې پکې شامل وي رامنځته شي، په ځانګړي‌ ډول د ښځو زه پر دې برخه ټینګار کوم... دریم داچې د تېرو ۱۸ کلونو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې لاسته راوړنې، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، ماشومانو او اقلیتونو څخه باید ساتنه وشي او وساتل شي."

همدارنګه اغلې موګریني وویل چې افغانستان ټاکنو او د سولې خبرو تر سره کېدو دواړو ته اړتیا لري. هغه وايي اروپايي ټولنه په افغانستان کې د سولې، ثبات او ارامۍ غوښتونکې ده.​

سختې شېبې

ولسمشر محمد اشرف غني هم وویل، که څه هم «سختې» امتحاني شېبې تېریږي، خو زیاته یې کړه چې سختو لحظو کې فرصت دی او د افغانستان د راتلونکي په اړه لوی فرصت ویني.

ښاغلي غني‌ وویل "فرصت دادی، هغه بحرانونه چې څلوېښت کاله یې دوام کړی و باید پای ته ورسېږي... یو حکومت چې منتخب نه وي نشي کولای چې یوه لویه ستونزه او له یو فرصت نه په اساسي توګه ګټه واخلي، سوله او د جنګ پای ته رسول هغه فرصت ده، چې په ځانګړي‌ ډول اولس باید پکې شامل وي او د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه، هغه فرصت د افغانستان ټولو خلکو ته ورکوي، چې خپل راتلونکی خپله افغانان وټاکي."

نوموړي له افغانستان سره د مرستې په برخه کې د اروپايي‌ اتحادیې ټولنې له مرستو څخه مننه وکړه.

اشرف غني‌ وویل چې د افغانستان خارجي سیاست له نړیوالو شریکانو سره د ګډ لیدلوري رامنځته کولو پر بنسټ ولاړی دی.

​هغه زیاته کړه: "اوسنی قرن د دې نه دی چې موږ د «تهدید» «تحکم» په ژبه خبرې وکړو بلکې افغانستان د اسیا زړه دی او تر څو چې د اسیا زړه کې ثبات شتون ونهلري، هغه لوی تحول چې اوس مهال په اسیا کې تر لاس لاندي دی پای ته به ونه رسېږي."

ښاغلي‌ غني وویل، هغه ثبات چې د زور او تهدید له لارې رامنځته کېږي هغه ثبات نه دی بلکې د یوې بلې نا ارامۍ د فصل پيل دی.